1
قسم دى په څاښت باندې
2
او په شپه باندې كله چې قراره شي
3
چې ته خپل رب نه پریښى يې او نه يې (درسره) بغض ساتلى دى
4
او خامخا اخرت تا لپاره له دنیا نه ډېر غوره دى
5
او خامخا ژر به تا ته ستا رب دركړي، نو ته به راضي (خوشحاله) شې
6
ایا ته يې یتیم نه وې موندلى؟ پس پناه ځاى يې دركړ
7
او ته يې ناخبره (او ناپوه) وموندلې، نو لار ښوونه يې (درته) وكړه
8
او ته يې فقیر وموندلې، نو غني يې كړې
9
نو هر چې یتیم دى، نو ته (ده ته) قهر مه كوه
10
او هر چې سوالګرى دى، نو ته يې مه رټه
11
او پاتې شو (نعمت) نو ته د خپل رب نعمت بیانوه