د ټول اسلام کتابتون

114 - Mankind - An-Nās

:1

(اى نبي) ته ووایه: زه د خلقو په رب پورې پناه نیسم

:2

چې د خلقو بادشاه دى

:3

د خلقو (حقیقي) معبود دى

:4

له شره د وسوسې اچوونكي، تښتېدونكي

:5

هغه چې د خلقو په سینو كې وسوسې اچوي

:6

چی (دغه وسوسې اچوونكي) له پېریانو او انسانانو ځنې دي