1 - The Opener - Al-Fātiĥah
:1
د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زيات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
:2
ټول (د كمال) صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو عالَمونو ښه پالونكى دى
:3
ډېر زيات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
:4
د بَدلې د ورځې مالك دى
:5
مونږ خاص ستا عبادت كوو او خاص له تا نه مدد غواړو
:6
ته مونږ ته سَمَه (نېغه) لاره وښَيَه
:7
د هغو خلقو لاره چې تا پر هغوى باندې انعام كړى دى؛ چې نه پر هغوى باندې غضب شوى او نه ګمراهان دي