د ټول اسلام کتابتون

92 - The Night - Al-Layl

:1

قسم دى په شپه كله چې دا (هر شى) پټ كړي

:2

او په ورځ باندې كله چې روښانه شي

:3

او په هغه ذات باندې چې نر او ښځه يې پیدا كړي دي

:4

چې بېشكه ستاسو سعي (او عمل) خامخا بېل بېل دي

:5

نو هر چې هغه څوك دى چې وركړه كوي او وېرېږي

:6

او د ډېرې ښكلې كلمې تصدیق كوي

:7

نو مونږ به ضرور ده ته د اسانې لارې اسانتیا وركړو

:8

او هر چې هغه څوك دى چې بخیلي كوي او بې پروايي كوي

:9

او د ډېرې ښكلې كلمې تكذیب كوي (دروغ يې ګڼي)

:10

نو مونږ به ضرور ده ته د سختې لارې اسانتیا وركړو

:11

او كله چې دى په كنده كې غورځېږي (هلاكېږي، نو) د ده مال به د ده هېڅ په كار رانشي

:12

بېشكه خاص زمونږ په ذمه خامخا لاره ښوول دي

:13

او بېشكه خاص زمونږ لپاره اخرت او دنیا ده (د دواړو اختيار دى)

:14

نوما تاسو له داسې اوره ووېرولئ چې لمبې وهي

:15

ده ته به نه ننوځي مګر ترټولو بدبخته

:16

هغه چې تكذیب يې كړى او مخ يې (له حقه) ګرځولى دى

:17

او له ده نه به خامخا لرې ساتلى شي ښه وېرېدونكى

:18

هغه چې خپل مال د دې لپاره وركوي چې پاك شي

:19

او له ده سره (د ده په غاړه) د هیچا لپاره څه نعمت (او احسان) نشته چې بدله يې وركولى شي

:20

مګر د خپل رب د مخ لټونې لپاره چې تر ټولو اوچت دى

:21

او خامخا ژر به دى راضي شي`