د ټول اسلام کتابتون

91 - The Sun - Ash-Shams

:1

قسم دى په لمر باندې او د هغه په رڼا باندې

:2

اوسپوږمۍ باندې كله چې په ده پسې وروسته راځي

:3

او په ورځ باندې كله چې دغه (لمر) ښكاره كاندي

:4

او په شپه باندې كله چې دغه (لمر) پټ كاندي (په خپلو تیارو كې)

:5

او په اسمان باندې او په هغه ذات چې دغه يې جوړ كړى دى

:6

او په ځمكه باندې او په هغه ذات چې دغه (ځمكه) يې غوړولې ده

:7

او په نفس باندې او په هغه ذات چې دغه يې ښه برابر كړى دى

:8

نو ده ته يې د ده بدي او د ده تقوٰی (نېكي) الهام كړې (او ورښودلې) ده

:9

چې یقینًا كامیاب شو هغه څوك چې دغه (نفس) يې پاك كړ

:10

او یقینًا نامراده شو هغه څوك چې دغه (نفس) يې په خاورو كې پټ كړ

:11

ثمودیانو د خپلې سركشۍ په سبب (د رسولانو) تكذیب كړى و

:12

كله چې د دوى لوى بدبخت راپورته شو

:13

نو دوى ته د الله رسول وویل: تاسو د الله اوښه او د هغې اوبه څښل پرېږدئ

:14

نو دوى د هغه تكذیب وكړ (دروغجن يې وګاڼه) نو دوى د هغې پړكي (لينګي) پرې كړل (او مړه يې كړه) نو په دوى باندې د دوى رب د خپلو ګناهونو په سبب راګېروونكى عذاب راولېږه، نو دغه (ټول) يې (په هلاكت كې) برابر كړل

:15

او دى (الله) د دغه (هلاكت او عذاب) له انجام نه نه وېرېږي