د ټول اسلام کتابتون

90 - The City - Al-Balad

:1

زه قسم خورم په دې ښار باندې

:2

په داسې حال كې چې ته په دې ښار كې اوسېدونكى يې

:3

او په زېږوونكي باندې او په هغه باندې چې ده زېږولي دي

:4

یقینًا یقینًا مونږ انسان په مشقت كې پیدا كړى دى

:5

ایا دغه (كافر انسان) خیال كوي چې بېشكه شان دا دى چې په ده باندې به هیڅوك قادر نشي

:6

دى وايي: ما ډېر زیات مال خرڅ كړى (لګولى) دى

:7

ایا دى خیال كوي چې بېشكه دى هیچا نه دى لیدلى

:8

ایا مونږ ده ته دوه سترګې نه دي وركړي

:9

او یوه ژبه او دوه شونډي

:10

اومونږ ده ته دوه لارې ښودلي دي

:11

نو ده د غونډۍ په ختلو كې هېڅ تكلیف ونه وېست

:12

او ته څه شي پوه كړې چې (ختل د) غونډۍ څه شى دى؟

:13

خلاصول د څټ (ازادول د مريي) دي

:14

او طعام وركول دي په داسې ورځ كې چې د لوږې والا ده

:15

یتیم ته چې د خپلوۍ خاوند وي

:16

یا مسكین ته چې په خاورو ككړ وي

:17

بیا دغه له هغو كسانو ځنې وي چې ایمان يې راوړى وي او یو بل ته د صبر وصیت كوي او یو بل ته د مهربانۍ (او شفقت) كولو وصیت كوي

:18

دغه كسان دښي اړخ والا دي

:19

او هغه كسان چې زمونږ په ایتونو باندې كافران شوي دي دوى د چپ (ګس) اړخ والا دي

:20

په دوى باندې به سرپوښ كړى شوى اور وي