د ټول اسلام کتابتون

89 - The Dawn - Al-Fajr

:1

قسم دى په فجر (سبا) باندې

:2

او په لسو شپو باندې

:3

او په جفت او طاق باندې

:4

او په شپه باندې كله چې روانه وي

:5

ایا په دغو (قسمونو) كې خاوند د عقل لره (كوم قانع كوونكى) قسم شته؟

:6

ایا تا نه دي كتلي چې ستا رب څه وكړل له ’’قوم عاد‘‘ سره؟

:7

چې ارم و د ستنو والا

:8

هغه چې په ښارونو كې د دوى په مثل نه و پیدا كړى شوي

:9

او ثمودیانو سره (يې څه وكړل) هغه چې په دره كې يې تیګې غوڅې كړې (تراشلې) وې؟

:10

او له میخونو والا فرعون سره (يې څه وكړل)

:11

هغه كسان چې دوى په ښارونو كې سركشي كړې وه

:12

نو په دغو كې يې فساد ډېر كړى و

:13

نو ستا رب په دوى باندې د عذاب قمچینه (كروړه) نازله كړه

:14

بېشكه ستا رب یقینًا په ځاى د انتظار كې دى

:15

نو هر چې انسان دى، كله چې ده لره خپل رب وازمايي، پس ده ته عزت وركړي او ده ته نعمت وركړي، نو دى وايي: زما رب ما ته عزت راكړ

:16

او خو هر كله چې دى وازمايي، پس په ده باندې د ده رزق تنګ كړي، نو دى وايي: زما رب زه سپك كړم

:17

داسې نه ده، بلكې تاسو د یتیم (سره احسان او د هغه) عزت نه كوئ

:18

او مسكین ته په طعام وركولو یو بل ته ترغیب نه وركوئ

:19

او تاسو د میراث (پردى) مال خورئ، په خوړلو ټولو سره

:20

او تاسو له مال سره مینه كوئ، ډېره زیاته مینه

:21

داسې نه ده كله چې ځمكه وټكولى شي، په ټكولو ماتولو سختو سره

:22

او ستا رب راشي او ملايك قطار قطار (راشي)

:23

او په دغې ورځ كې به دوزخ راوستى شي، په دغې ورځ كې به انسان نصیحت (او پند) اخلي او (په دغه وخت كې) د ده لپاره نصیحت به څنګه (نفعمن) وي

:24

دى به وايي: اى كاشكې ما د خپل ژوند لپاره مخكې (څه نېك عملونه) لېږلي وى

:25

نو په دغې ورځ كې به د ده (يعنې د رب) د عذاب په شان هیڅوك عذاب نه وركوي

:26

او د ده د تړلو په شان به هیڅوك تړل نه كوي

:27

اى اطمینان نیوونكیه نفسه!

:28

ته وګرځه خپل رب ته، په داسې حال كې چې خوشاله او راضي كړى شوى به يې

:29

نو ته زما په بنده ګانو كې داخل شه

:30

او زما جنت ته ننوځه