د ټول اسلام کتابتون

88 - The Overwhelming - Al-Ghāshiyah

:1

ایا تا ته (يعنې خلقو لره) د پټوونكي (قیامت) خبر راغلى دى؟

:2

څه مخونه به په دغې ورځ كې خوار (او) وېرېدونكي وي

:3

سخت كار كوونكي، ستړي كېدونكي به وي

:4

ډېر ګرم اور ته به ننوځي

:5

په دوى به له ډېرې ګرمې چېنې نه اوبه څښولى شي

:6

د دوى لپاره به طعام نه وي مګر له اغزنې ترخې ونې نه

:7

چې نه څربول كوي او نه هېڅ لوږه لرې كوي

:8

څه مخونه به په دغې ورځ كې تروتازه وي

:9

په خپل كوشش به راضي (خوشاله) وي

:10

په اوچت جنت كې به وي

:11

دوى به په دغه (جنت) كې هېڅ بېكاره خبره نه اوري

:12

په دغه (جنت) كې روانه چینه ده

:13

په دغه (جنت) كې اوچت تختونه دي

:14

او (په اندازې سره) ایښودل شوي جامونه دي

:15

او په قطار كې ایښودل شوي بالښتونه دي

:16

او غوړول شوي اعلی فرشونه دي

:17

ایا نو دوى اوښانو ته نه ګوري چې دوى څرنګه پیدا كړى شوي دي؟

:18

او اسمان ته چې دى څنګه اوچت كړى شوى دى؟

:19

او غرونو ته چې دوى څنګه ودرول شوي دي ؟

:20

او ځمكې ته چې څنګه غوړول شوې ده؟

:21

نو ته پند وركړه، بېشكه ته خو يواځې پند وركوونكى يې

:22

ته په دوى باندې مسلط كړى شوى نه يې

:23

مګر هغه څوك چې (له ایمانه) وګرځي او كافر شي

:24

نو الله به ده ته عذاب وركړي تر ټولو لوى عذاب

:25

بېشكه خاص مونږ ته د دوى بېرته راتګ دى

:26

بیا یقینًا د دوى حساب زمونږ په غاړه دى