د ټول اسلام کتابتون

87 - The Most High - Al-'A`lá

:1

ته پاكي بیان كړه د خپل رب د نامې چې تر ټولو اوچت دى

:2

هغه چې پیدا يې كړل ټول شيان، پس ښه يې برابر كړل

:3

او هغه (رب) چې اندازه يې وكړه، پس لاره يې وښووله

:4

او هغه ذات چې تازه ګياه يې را اېستلې ده

:5

بيا يې هغه وګرځوله وچه توره

:6

ژر ده چې مونږ به په تا باندې (قرآن) ولولو، نو ته به يې نه هېروې

:7

مګر هغه چې الله يې وغواړي، بېشكه دغه (الله) په ښكاره و پوهېږي او په هغه څه چې پټ وي

:8

او مونږ به تا ته اسانې لارې ته اسانتیا دركوو

:9

نو ته نصیحت (پند) كوه كه نصیحت كول نفع رسوي (يا بېشكه نصيحت كول نفع رسوي)

:10

ژر ده چې هغه څوك به پند واخلي چې وېرېږي

:11

او له دغه (نصیحت) نه به تر ټولو بدبخته ډډه كوي

:12

هغه چې تر ټولو لوى اور ته به ننوځي

:13

بیا به دى په دغه (اور) كې نه مري او نه به ښه ژوند لري

:14

یقینًا هغه څوك كامیاب شو چې پاك شو

:15

او د خپل رب نامه يې یاده كړه، پس لمونځ يې وكړ

:16

بلكې تاسو (په اخرت باندې) دنيايي ژوند غوره كوئ

:17

حال دا چې اخرت ډېر غوره او تل ترتله دى

:18

بېشكه دا (خبرې) یقینًا په ړومبنیو صحیفو كې هم دي

:19

د ابراهیم او موسی په صحیفو كې