94 - The Relief - Ash-Sharĥ
:1
ایا مونږ تا لره ستا سینه نه ده فراخه كړې
:2
او له تا نه مو ستا دروند بار كوز كړى
:3
هغه (بار) چې ستا شا يې كږه (او) درنه كړې وه
:4
او تا لپاره مو ستا ذكر اوچت كړ
:5
نو بېشكه له سختۍ سره اساني شته
:6
بېشكه له سختۍ سره اساني شته
:7
نو كله چې ته فارغ شې، نو (په عبادت كې،) ځان ستړى كوه
:8
او خاص خپل رب ته رغبت (او زاري) كوه