د ټول اسلام کتابتون

84 - The Sundering - Al-'Inshiqāq

:1

كله چې اسمان څیرې شي

:2

او خپل رب ته غوږ كېږدي او دى (اسمان) د همدې لايق دى

:3

او كله چې ځمكه راښكلى شي

:4

او هغه څه د باندې وغورځوي چې په دې كې دي او خالي شي

:5

او خپل رب ته غوږ كېږدي او دا د همدې لايق ده

:6

اى انسانه! بېشكه ته په پوره كوشش سره كار كوونكى يې تر خپل ربه (سره د ملاقات پورې)، ښه په كوشش سره كار كول، پس ته له دغه (خپل عمل) سره ملاقات كوونكى يې

:7

نو هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) په ښي لاس كې وركړى شي

:8

نو ژر ده چې له ده سره به حساب وكړى شي، ډېر اسان حساب

:9

او دى به خپل اهل ته خوشاله وګرځي

:10

او هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) له خپلې شا نه وروسته وركړى شي

:11

نو دى به ژر هلاكت ته چغې كړي

:12

او د دوزخ بل اور ته به ننوځي

:13

بېشكه دى په خپل اهل كې خوشاله و

:14

بېشكه ده یقین كړى و چې دى به له سره بېرته (الله ته) ونه ګرځي

:15

ولې نه! بېشكه د ده رب ده لره تل ښه ليدونكى و

:16

نو زه قسم خورم په شفق (له ماښام نه پس په سوروالي)

:17

او په شپه او په هغه څه چې دې راجمع كړي دي

:18

او په سپوږمۍ كله چې دا كامله شي

:19

چې تاسو به خامخا ضرور رسېږئ یو حال ته وروسته له بل حال نه

:20

نو په دوى څه شوي دي چې دوى ایمان نه راوړي

:21

او كله چې په دوى باندې قرآن لوستى شي دوى سجده نه كوي

:22

بلكې هغه كسان چې كافران شوي دي؛ هغوى تكذیب كوي

:23

او الله ښه عالم دى په هغه څه چې دوى يې پټ ساتي

:24

نو ته دوى ته د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه

:25

غیر له هغو كسانو نه چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره نه ختمېدونكى اجر دى