د ټول اسلام کتابتون

83 - The Defrauding - Al-Muţaffifīn

:1

(په تول او پېمانه كې) كمي كوونكو لره هلاكت دى

:2

هغه كسان چې دوى له خلقو نه ځان ته پېمانه اخلي (، نو) پوره (يې) اخلي

:3

او كله چې دغو (خلقو) ته پېمانه وركوي، یا يې دوى ته تلي (،نو) كمى كوي

:4

ایا دغه خلق یقین نه كوي چې بېشكه دوى به بیا راژوندي كول شي

:5

په ډېره لویه ورځ كې (د حساب لپاره)

:6

هغه ورځ چې خلق به ’’رب العلمین‘‘ ته ودرېږي

:7

هیڅكله داسې نه ده په كار، بېشكه د فاجرانو (كافرانو) كتاب (لیكل شوي عملونه) خامخا په سجین كې دي

:8

او ته څه شي پوه كړې چې سجین څه شى دى

:9

یو دفتر (كتاب) دى لیكل شوى

:10

په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى

:11

هغه كسان چې د بدلې ورځ دروغ ګڼي

:12

او دغه (ورځ) دروغ نه ګڼي مګر هر زیاتي كوونكى، سخت ګناه ګار

:13

كله چې ده ته زمونږ ایتونه تلاوت كولى شي؛ دى وايي: (دا) د ړومبنیو (خلقو) باطلې قصې دي

:14

داسې نه ده، بلكې د دوى په زړونو باندې هغو (د ګناه عملونو) زنګ لګولى دى چې دوى به كول

:15

داسې نه ده په كار، بېشكه دوى به په دغې ورځ كې له خپل رب نه یقینًا په حجاب (بند) كړى شوي وي

:16

بیا بېشكه دوى یقینًا دوزخ ته ننوتونكي دي

:17

بیا به (دوى ته) ویلى شي: دا هغه (دوزخ) دى چې تاسو به دا دروغ ګاڼه

:18

داسې نه ده، بېشكه د نېكانو (خلقو) عملنامې (لیكلى كتاب) خامخا په ’’علِّیین‘‘ كې دي

:19

او ته څه شي پوه كړې چې ’’علّیون‘‘ څه شى دى

:20

یو دفتر (كتاب) دى چې لیكل شوى دى

:21

چې ده ته مقرب (بنده ګان او ملايك) حاضرېږي

:22

بېشكه نېكان خلق یقینًا په نعمتونو كې دي

:23

دوى به په تختونو باندې (ناست) وي، ګوري به

:24

(اى كتونكیه!) ته به د دوى په مخونو كې د نعمتونو تازګي وینې

:25

په دوى به مُهر (ټاپه)كړى شوي خالص شراب څښولى شي

:26

چې د دغو مُهر (ټاپه) به مشك وي، او په دغه (نعمتونو) كې، پس په كار ده چې رغبت كوونكي رغبت وكړي

:27

د دغو (شرابو) ګډون له تسنیم (چينې) څخه دى

:28

چې یوه چینه ده چې له دې نه به (د الله) مقربین څښي

:29

بېشكه هغه كسان چې جرم (د كفر) يې كړى دى، دوى به په هغو كسانو پورې خندا كوله چې ایمان يې راوړى و

:30

او كله چې به د دوى (مومنانو) په خوا كې تېرېدل (نو) په خپلو منځونو كې به يې سترګكونه وهل

:31

او كله چې به دوى خپلو كورونو ته واپس كېدل (نو) خوشاله به واپس كېدل

:32

او كله چې به دوى دغه (مسلمانان) وليدل (نو) ويل به يې: بېشكه دغه خلق یقینًا ګمراهان دي

:33

حال دا چې دوى په دغو (مومنانو) باندې نګرانان (څوكيداران) نه وو لېږل شوي

:34

نو په نن ورځ به هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى؛ په كافرانو پورې خندا كوي

:35

په تختونو باندې به ناست وي، چې ګوري به

:36

یقینًا كافرانو ته د هغه څه بدله وركړى شوه چې دوى به كول