د ټول اسلام کتابتون

82 - The Cleaving - Al-'Infiţār

:1

كله چې اسمان وچوي

:2

او كله چې ستوري ګډوډ شي (او) راولوېږي

:3

او كله چې دریابونه یو ځاى روان كړى شي

:4

او كله چې قبرونه لاندې باندې كړى شي

:5

هر نفس به په هغه څه پوه شي چې ده وړاندې لېږلي دي او وروسته يې پرېښې دي

:6

اى (كافره) انسانه! ته په خپل كریم (او سخي) رب باندې څه شي دوكه كړى يې

:7

هغه چې ته يې پیدا كړې، نو ته يې ښه برابر كړې

:8

په هر صورت (شكل) كې چې هغه غوښتل، ته يې پیوند (او جوړ) كړې

:9

داسې بېخي نه ده، بلكې تاسو د بدلې ورځ (قیامت) دروغ ګڼئ

:10

په داسې حال كې چې پر تاسو باندې ساتونكي (ملايك) مقرر دي

:11

چې عزتمن لیكونكي دي

:12

دوى په هغه څه پوهېږي چې تاسو يې كوئ

:13

بېشكه نېكان (مومنان) به خامخا په نعمتونو كې وي

:14

او بېشكه چې بدكاران (كافران) به خامخا په جهنم كې وي

:15

دوى به ده ته د بدلې په ورځ ننوځي

:16

او دوى به له دغه (دوزخ) نه له سره پټېدونكي نه وي

:17

او ته څه شي پوه كړې چې د بدلې ورځ (قیامت) څه شى دى؟

:18

بیا ته څه شي پوه كړې چې د بدلې ورځ څه شى دى

:19

(یاده كړه) هغه ورځ چې هېڅ یو نفس به د بل نفس لپاره د هېڅ شي اختیار ونه لري او په دغې ورځ كې به امر (حكم) خاص الله لره وي