د ټول اسلام کتابتون

81 - The Overthrowing - At-Takwīr

:1

كله چې لمر ونغښتل شي

:2

او كله چې ستوري خړ شي

:3

او كله چې غرونه روان كړل شي

:4

او كله چې د لسو میاشتو بلاربې اوښې معطلې (ازادې) پرېښودى شي

:5

او كله چې وحشي ځناوران راجمع كړل شي

:6

او كله چې دریابونه بل كړى شي

:7

او كله چې نفسونه جوړه كړل شي

:8

او كله چې ژوندۍ خښه كړى شوې جینۍ وپوښتى شي

:9

چې دا په كومې ګناه وژل شوې ده

:10

او كله چې اعمال نامې وغوړولى شي

:11

او كله چې له اسمان نه پوستكى ووېستل شي

:12

او كله چې دوزخ بلې لمبې كړى شي

:13

او كله چې جنت ښه نژدې كړى شي

:14

هر نفس به په هغه شي پوه شي چې ده حاضر كړى وي

:15

نو زه قسم خورم په هغو (ستوریو) چې بېرته ګرځېدونكي دي

:16

په روانو، پټېدونكو باندې

:17

او قسم خورم په شپې كله چې شروع شي

:18

او په سبا كله چې دى ساه واخلي (روښانه شي)

:19

بېشكه دا (قرآن) خامخا د ډېر عزتمن رسول قول دى

:20

چې د عرش د مالك په نیز د قوت والا (او) د مرتبې والا دى

:21

منلى شوى دى هلته، امین دى

:22

او ستاسو ملګرى (محمدﷺ) له سره لېونى نه دى

:23

او یقینًا یقینًا ده دغه (جبریل د اسمان) په څرګنده غاړه كې لیدلى و

:24

او دى د وحي په بیانولو كې له سره بخل كوونكى نه دى

:25

او بېخي نه دى دا (قرآن) خبره د شیطان رټل شوي

:26

نو تاسو (اى كافرانو!)چېرته ځئ؟

:27

نه دى دا (قرآن) مګر د عالمونو لپاره نصیحت (او پند)

:28

د هغه چا لپاره چې په تاسو كې غواړې چې دى نېغ برابر شي

:29

او تاسو د (د سمې لارې) اراده نشئ كولى مګر دا چې الله رب العلمین يې اراده وكړي