د ټول اسلام کتابتون

80 - He Frowned - `Abasa

:1

ده تندى تریو كړ او مخ يې وګرځاوه

:2

په دې وجه چې ده ته ړوند راغى

:3

او ته څه شي پوه كړى يې، ښايي چې دى پاك شي

:4

یا به دى نصیحت (او پند) واخلي، نو ده ته به پند نفع ورسوي

:5

هر چې هغه څوك دى چې استغنا يې كړې ده

:6

نو ته په هغه پسې كېږې

:7

حال دا چې په تا هېڅ الزام نشته چې هغه پاك نشي

:8

او هر چې هغه څوك دى چې تا ته په منډو راځي

:9

په داسې حال كې چې دى (له الله نه) وېرېږي

:10

نو ته له هغه نه مشغولېږې

:11

داسې كله هم مه كوه، بېشكه دا (سورت) یو پند (او نصیحت) دى

:12

نو هغه څوك چې غواړي (نو) دى دې ومني

:13

(دغه) په عزتمنو پاڼو كې دى

:14

چې پورته كړى شوې، ښې پاكې كړى شوې دي

:15

د لیكونكو (ملايكو) په لاسونو كې

:16

چې ډېر عزتمن، ډېر نېك دي

:17

انسان دې هلاك كړى شي، دى څومره ډېر ناشكره دى!

:18

دى دغه (الله) له څه شي نه پیدا كړى دى؟

:19

له نطفې نه، دى يې پیدا كړى دى، پس دى يې اندازه كړى دى

:20

بیا يې ده ته لاره ور اسانه كړې ده

:21

بیا يې دى مړ كړ، نو دى يې په قبر كې كېښود

:22

بیا چې كله وغواړي دى به ژوندى كړي

:23

داسې نه ده، دغه (انسان) هغه كار نه دى كړى چې دغه (الله) ده ته حكم كړى دى

:24

نو انسان دې خپل طعام ته وګوري

:25

چې بېشكه مونږ اوبه راتوى كړې دي، راتویول

:26

بیا مونږ ځمكه څیرې كړې ده، څیرول

:27

نو مونږ په دې كې دانې را زرغونه كړي دي

:28

او انګور او تركاريانې

:29

او زیتون او كجورې

:30

او ګڼ باغونه

:31

او مېوې او ګياه (واښه)

:32

ستاسو او ستاسو د څارویو د فايدې لپاره

:33

نو كله چې سخت اواز راشي

:34

په هغه ورځ چې سړى به له خپل وروره تښتي

:35

او له خپلې مور او خپل پلاره

:36

او له خپلې ښځې او خپلو زامنو نه

:37

په دوى كې د هر سړي لپاره به په دغه ورځ كې یو حال وي چې دى به (له نورو نه) بې پروا (بې غوره) كوي

:38

څه مخونه به په دغې ورځ كې روښانه وي

:39

خندېدونكي (او) خوشاله به وي

:40

او څه مخونه به په دغې ورځ كې پر هغو به ګرد پروت وي

:41

دغه (مخونه) به توروالي پټ كړي وي

:42

دغه (تور مخي) خلق هم دوى كافران (او) فاجران (بدكاران) دي