د ټول اسلام کتابتون

79 - Those who drag forth - An-Nāzi`āt

:1

قسم دى په (ملايكو) راوښكونكو (روحونو د كفارو لره)، راوښكل

:2

او په (ملايكو) اسان راوښكونكو (د مومنانو روحونو لره)، اسان راوښكل

:3

او په تېزو تلونكو (ملايكو)، تېز تلل

:4

پس په وړاندې كېدونكو (ملايكو)، وړاندې كېدل

:5

بیا د كار په تدبیر جوړونكو (ملايكو) چې تاسو به خامخا بیا راژوندي كړى شئ)

:6

په هغه ورځ چې لړځېدونكې به ولړځېږي

:7

په دې پسې به راځي ورپسې راتلونكې

:8

(د مجرمانو) زړونه به په دغه ورځ كې رپېدونكي (درزېدونكي) وي

:9

د دغو سترګې به ښكته وي

:10

دوى به وايي: ایا په رښتیا (او) یقینًا به مونږ ړومبني حالت ته ګرځولى شو (بیا به ژوندي كېږو؟)

:11

ایا كله چې مونږ زاړه رژېدونكي هډوكي شو

:12

دوى وویل: دغه (ګرځېدل) به په هغه وخت كې زیانمن ګرځېدل وي

:13

پس بېشكه دغه خو بس یوه چغه ده

:14

نو ناڅاپه به دوى د ځمكې په مخ وي

:15

ایا تا ته د موسٰی خبره راغلې ده

:16

كله چې ده ته خپل رب په پاكې دَرې (ناو) ’’طُوٰی‘‘ كې اواز وكړ

:17

ته فرعون ته لاړ شه، بېشكه ده سركشي شروع كړې ده

:18

نو ته (ورته) ووایه: ایا ته دا خوښوې چې ته پاك شې

:19

او دا چې زه تا ته ستا د رب په طرف ښوونه وكړم، پس چې ته ووېرېږې

:20

نو ده (موسٰی) دغه (فرعون) ته تر ټولو لویه نښه وښودله

:21

نو ده تكذيب وكړ او نافراني يې وكړه

:22

بيا يې شا كړه (او) په ډېره بيړه سره لاړ

:23

نو ده (جادوګر) راجمع كړل، پس اواز يې وكړ

:24

نو ويې ويل:زه ستاسو رب یم، تر ټولو اوچت (رب)

:25

نو دى الله راونیوه په عذاب د اخرت او دنیا سره

:26

بېشكه په دغه (غرقولو او سوځولو) كې یقینًا د هغه چا لپاره عبرت دى چې (له الله نه) وېرېږي

:27

ایا تاسو د پیدا كولو په لحاظ ډېر سخت یئ، یا كه اسمان، دغه هغه (الله) جوړ كړى دى

:28

د ده چت يې اوچت كړى دى، نو دغه يې ښه برابر جوړ كړى دى

:29

او د ده شپه يې توره تیاره كړې ده او د ده رڼا يې راوېستلې ده

:30

او ځمكه يې له ده نه وروسته غوړولې ده

:31

ده له دغې (ځمكې) نه د دې اوبه او د دې واښه رااېستلي دي

:32

او غرونو لره، ده دغه محكم كړي دي

:33

ستاسو او ستاسو د څاریو د فايدې لپاره

:34

نو كله چې تر ټولو لویه بلا (قیامت) راشي

:35

په هغه ورځ چې انسان به هغه څه یادوي چې ده كړي وي

:36

او دوزخ به هغه چا ته څرګند كړى شي چې يې ویني

:37

نو هر چې هغه څوك دى چې سركشي يې كړې وي

:38

او دنيايي ژوند ته يې ترجیح وركړې وي

:39

نو بېشكه چې هم دا دوزخ (د ده) استوګنه ده

:40

او هر چې هغه څوك دى چې د خپل رب په وړاندې له ودرېدلو نه وېرېدلى وي او نفس (ځان) يې له خواهشاتو نه منع كړى وي

:41

نو بېشكه چې هم دا جنت (د ده) استوګنه ده

:42

(اى نبي!) دوى له تا نه د قیامت په باره كې پوښتنه كوي چې د ده واقع كېدل به كله وي

:43

ته د ده له یاده (علمه) په څه كې يې

:44

خاص ستا رب ته د دغه (قيامت) انتها ده

:45

بېشكه ته خو يواځې د هغه چا وېروونكى يې چې له ده (قیامت) نه وېرېږي

:46

ګویاكې دوى به په هغې ورځې كې چې دوى دغه (قیامت) وویني (داسې به وي لكه چې) دوى (په دنیا، یا په قبر كې) نه دي ایسار شوي مګر د ورځې اخر، یا څاښت