د ټول اسلام کتابتون

85 - The Mansions of the Stars - Al-Burūj

:1

قسم دى په اسمان چې خاوند د برجونو دى

:2

او په وعده كړى شوې ورځې(د قيامت)

:3

او په ګواه يا حاضرېدونكي او په هغې (ورځې) چې هغې ته حاضري كولى شي (چې د قيامت ورځ ده)

:4

هلاك دې كړى شي خاوندان د خندق

:5

چې (په كې) اور و د بلېدلو (او لرګو) والا

:6

كله چې دوى په (غاړو د) هغو ناست وو

:7

او دوى هغه څه ته چې دوى به په مومنانو باندې كول؛ حاضر وو

:8

او دوى له دغو (مومنانو) نه هېڅ عیب نه لیده مګر دا چې دوى په الله باندې ایمان راوړى و، چې ډېر غالب، ښه ستايل شوى دى

:9

هغه (الله) چې خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او الله په هر شي باندې ښه خبردار (او ګواه) دى

:10

بېشكه هغه كسان چې مومنان سړي او مومنې ښځې يې په فتنه (عذاب) كې اچولي وي، بیا يې توبه نه وي ایستلې، نو د دوى لپاره د جهنم (دوزخ) عذاب دى او د دوى لپاره د ډېر سوځوونكي اور عذاب دى

:11

بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي د دوى لپاره داسې جنتونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، همدغه ډېره لویه كامیابي ده

:12

بېشكه ستا د رب نیول یقینًا ډېر سخت دي

:13

بېشكه هم دغه (الله) اول ځلې پیدا كوي او دویم ځلې پیدا كوي

:14

او هم دى ډېر بخښونكى، ډېر محبت كوونكى دى

:15

د عرش مالك دى، لوى شان (او عزت) والا دى

:16

ډېر كوونكى دى هغه څه لره چې دى يې اراده وكړي

:17

ایا تا ته د لښكرو خبر راغلى دى؟

:18

چې فرعونیان او ثمودیان وو

:19

بلكې هغه كسان چې كافران شوي دي په دروغ ګڼلو كې (لګیا) دي

:20

او الله د دوى له چاپېره نه راګېروونكى دى

:21

بلكې دغه د لوى قدر والا قرآن دى

:22

په لوح محفوظ كې دى