د ټول اسلام کتابتون

101 - The Calamity - Al-Qāri`ah

:1

(د زړونو) ټكوونكى (قیامت)

:2

(د زړونو) ټكوونكى څه شى دى؟

:3

او ته څه شي پوه كړې چې (د زړونو) ټكوونكى څه شى دى؟

:4

(دى به زړونه ټكوي) په هغې ورځ كې چې خلق به د خواره كړى شویو پتنګانو په شان شي

:5

او غرونه به د ډانډس كړى شوې رنګینې وړۍ په شان شي

:6

نو هر چې هغه څوك دى چې د هغه تلې درنې شوې

:7

نو دى به په ډېر ښه ژوندون كې وي

:8

او پاتې شو هغه كس چې د هغه تلې سپكې شوې

:9

نو د ده استوګنځى هاویه ده

:10

او ته څه شي پوه كړې چې دغه (هاویه) څه شى دى؟

:11

(دغه) ډېر ګرم اور دى