100 - The Courser - Al-`Ādiyāt
:1
قسم دى په تېزو ځغلېدونكو اسونو، چې له سینو او ګېډو نه اواز ایستونكي دي
:2
پس (قسم دى) په هغو اسونو چې په خپلو سُمانو سره تیږې وهي او اور را ایستونكي دي
:3
پس (قسم دى) په هغو اسونو چې د سبا په وخت كې لوټمار كوونكي دي
:4
نو په دغه وخت كې دغه (اسونه) ګرد پورته كوي
:5
پس په دغه وخت كې د لويې ډلې په مینځ كې ننوځي
:6
چې بېشكه انسان د خپل رب ډېر ناشكره دى
:7
او بېشكه دى په دې خبره یقینًا ښه خبردار (او ګواه) دى
:8
او بېشكه دى د مال په مینه كې یقینًا ډېر سخت دى
:9
ایا نو دى نه پوهېږي كله چې هغه (مړي) راوښكل شي چې په قبرونو كې دي؟
:10
او هغه څه راښكاره كړى شي چې په سینو كې دي
:11
بېشكه د دوى رب په دغې ورځ كې په دوى باندې یقینًا ښه خبردار دى