99 - The Earthquake - Az-Zalzalah
:1
كله چې ځمكه وخوزلى شي په خپلو سختو خوزولو سره
:2
او ځمكه خپل درانه بارونه بهر ته راوباسي
:3
او انسان به ووايي چې په دې څه شوي دي
:4
په دغې ورځې كې به دا ځمكه خپلې خبرې (حالات) بیانوي
:5
په دې سبب چې ستا رب به دې ته وحي وكړي
:6
په دغې ورځ كې به خلق بېرته راګرځي، په داسې حال كې چې بېل بېل (او مختلف) به وي، د دې لپاره چې دوى ته خپل عملونه وښودل شي
:7
نو هغه څوك چې د یوې ذرې په اندازه نېك عمل وكړي (،نو) دى به هغه وویني
:8
او هغه څوك چې د یوې ذرې په اندازه د شر (او بدۍ) عمل كوي (، نو) دى به هغه وویني