د ټول اسلام کتابتون

102 - The Rivalry in world increase - At-Takāthur

:1

تاسو غافله كړئ فخر كولو په یو بل باندې په ډېروالي (د مال، اولاد او قام) سره

:2

تر هغه پورې چې تاسو هدېرو ته ورشئ

:3

داسې نه ده په كار، ژر ده چې تاسو به پوه شئ

:4

بیا بېخي داسې نه ده، ژر ده چې تاسو به پوه شئ

:5

داسې نه ده كه تاسو په علم اليقين سره پوهېدلى

:6

تاسو به خامخا ضرور دوزخ وینئ

:7

بیا به تاسو خامخا ضرور دغه (دوزخ) د یقین په سترګو وینئ

:8

بیا به په دغې ورځ كې له تاسو نه خامخا ضرور د نعمتونو په باره كې تپوس كېږي