د ټول اسلام کتابتون

75 - The Resurrection - Al-Qiyāmah

:1

زه د قیامت په ورځې باندې قسم خورم

:2

او زه په ډېر ملامت كوونكي نفس باندې قسم خورم

:3

ایا (كافر) انسان دا ګمان كوي چې مونږ به د ده هډوكي له سره راجمع نه كړو

:4

ولې نه! (جمع به يې كړو)، په داسې حال كې چې مونږ په دې قادر یو چې د ده (هډوكي او) د ګوتو بندونه (هم) برابر كړو

:5

بلكې (كافر) انسان اراده لري چې په خپله مخه (راتلونكې زمانه) كې هم نافرماني وكړي

:6

دى تپوس كوي چې د قیامت ورځ به كله وي؟

:7

نو كله چې سترګې خړې (سپینې) شي

:8

او سپوږمۍ توره (بې رڼا) شي

:9

او لمر او سپوږمۍ سره جمع كړى شي

:10

نو (كافر) انسان به په دغه وخت كې وايي: د تېښتې ځاى چېرته دى؟

:11

هیڅكله داسې نه ده، هېڅ پناه ځاى نشته

:12

په دغې ورځ كې ځاى د قرار ستا د رب په طرف دى

:13

په دغې ورځ كې به انسان په هغه څه خبر كړى شي چې ده مخكې لېږلي دي او وروسته يې پرېښي دي

:14

بلكې انسان په خپل ځان باندې ښه دلیل دى

:15

اګر كه دى خپل عذرونه وړاندې كړي

:16

(اى نبي!) ته خپله ژبه په دې (قرآن) سره مه خوځوه، د دې لپاره چې ته دا په تُندۍ سره حاصل كړې

:17

بېشكه پر مونږ باندې د ده جمع كول او د ده لوستل دي

:18

نو كله چې مونږ دى ولولو، نو ته د ده د لوستلو پیروي كوه

:19

بیا یقینًا زمونږ په ذمه د ده بیانول دي

:20

هیڅكله داسې نه ده بلكې تاسو تادي كوونكې (زر تېرېدونكې فاني كېدونكې دنیا) خوښوئ

:21

او تاسو اخرت پرېږدئ

:22

په دغې ورځ كې به څه مخونه تازه روښانه وي

:23

خپل رب ته به كتونكي وي

:24

او په دغې ورځ كې به څه مخونه سخت تریو (او سپېره) وي

:25

یقین به كوي چې له دوى سره به مَلا ماتوونكى عمل وشي

:26

داسې نه ده كله چې ساه د ستوني هډوكي ته ورسېږي

:27

او وبه ویل شي: څوك دى دم كوونكى؟

:28

او دى به یقین وكړي چې بېشكه دغه (وخت د) بېلتون دى

:29

او یوه پنډۍ به له بلې پنډۍ تاوېږي

:30

ستا د رب په لوري به دغې ورځ كې ورتله دي

:31

پس ده نه تصدیق وكړ او نه يې لمونځ وكړ

:32

او لېكن دروغ يې وګاڼه (قرآن) او مخ يې وګرځاوه

:33

بیا خپل اهل ته لاړ، په داسې حال كې چې تكبر يې كاوه

:34

تا ته دې هلاكت (او افسوس) وي، پس هلاكت دې وي

:35

بیا دې تا لپاره هلاكت وي، نو هلاكت دې وي

:36

ایا(كافر) انسان ګمان كوي چې دى به مهمل (او بې كاره) پرېښودل شي

:37

ایا دغه (انسان) د هغې منۍ یو څاڅكى نه و چې تویولى شي

:38

بیا دى د وینې یوه ټوټه وه، نو دغه (الله دى) پیدا كړ، پس برابر يې كړ

:39

نو له دغې (منۍ) نه يې دوه قسمه پیدا كړل (یعنې) سړى او ښځه

:40

ایا دغه (الله) په دې قادر نه دى چې مړي راژوندي كړي؟