د ټول اسلام کتابتون

74 - The Cloaked One - Al-Muddaththir

:1

اى په جامه كې نغښتونكیه!

:2

ته پورته شه، نو (خلق) ووېروه

:3

او نو د خپل رب لويي بیانوه

:4

او نو خپلې جامې پاكې ساته

:5

او ګناه (او بتان) نو ترك كړه

:6

او (داسې) احسان مه كوه چې بدل (او ډېرول) يې غواړې

:7

او خاص د خپل رب لپاره، پس صبر كوه

:8

نو كله چې په شپېلۍ كې پوكى وكړى شي

:9

نو په دغه وخت كې دغه ډېره سخته ورځ ده

:10

په كافرانو باندې اسانه نه ده

:11

ته پرېږده ما او هغه څوك چې ما دى يواځې پیدا كړى دى

:12

او (بیا مې) ده ته ډېر زیات مال وركړ

:13

او زامن حاضر (باشه)

:14

او ده ته مې فراخي وركړه، ډېره فراخي

:15

بیا دى طمع لري چې زه به ده ته لا زیات وركړم

:16

هیڅكله هم نه، بېشكه دى زمونږ له ایتونو سره ډېر عناد كوونكى (مخالف) و

:17

ژر به زه ده ته ډېر سخت تكلیف وركړم

:18

بېشكه ده فكر وكړ او اندازه يې وكړه

:19

پس دى دې هلاك كړى شي، ده څنګه اندازه وكړه؟

:20

بیا دې هلاك كړى شي، ده څنګه اندازه وكړه

:21

بیا يې وكتل

:22

بیا يې مخ تریو كړ او وچولى (تندى) يې بوټ كړ

:23

بیا يې شا كړه او لويي يې وكړه

:24

نو ده وویل: نه دى دا (قرآن) مګر داسې جادو چې رانقل كولى شي

:25

نه دى دا مګر د انسان قول

:26

ژر به زه دى د دوزخ اور ته داخل كړم

:27

او ته څه شي پوه كړې چې سقر (د دوزخ اور) څه شى دى

:28

دى به نه باقي ساتي او نه به پرېږدي

:29

انسان لره ډېر سوځوونكى دى

:30

په ده باندې نولس(ملايك) مقرر دي

:31

او مونږ د دوزخ څوكيداران نه دي ګرځولي مګر ملايك او مونږ د دوى شمېر نه دى ګرځولى مګر ازمېښت د هغو كسانو لپاره چې كافران شوي دي، د دې لپاره چې هغه كسان یقین وكړي چې كتاب ورته وركړى شوى دى او د هغو كسانو ایمان زیات شي چې ایمان يې راوړى دى او شك ونه كړي هغه كسان چې كتاب ورته وركړى شوى دى او مومنان او د دې لپاره چې هغه كسان ووايي چې د هغوى په زړونو كې مرض دى او كافران: الله په دې سره د مثال په لحاظ څه اراده كړې ده. همداسې الله ګمراه كوي چا ته چې وغواړي او هدایت وركوي چا ته چې وغواړي او ستا د رب لښكرې نه پېژني مګر هم دى. او نه دى دا مګر د خلقو لپاره نصیحت (او پند)

:32

هیڅكله داسې نه ده، قسم دى په سپوږمۍ

:33

او په شپې باندې كله چې شا كړي

:34

او په سبا باندې كله چې روښانه شي

:35

بېشكه دغه (اور د سقر) یقینًا په لویو (بلاګانو) كې یو دى

:36

چې انسان لره وېروونكى دى

:37

هغه چا لره چې په تاسو كې غواړي چې وړاندې شي، یا وروسته شي

:38

هر نفس به د خپلو كړو په بدل كې ګاڼه (ګرو) وي

:39

غیر له ښي اړخ والاو نه

:40

(دوى به) په جنتونو كې وي، یو تر بله به پوښتنې كوي

:41

د مجرمانو (كافرانو) په باره كې

:42

(مومنان به مجرمانو ته وايي:) تاسو په دوزخ كې څه شي داخل كړي یئ؟

:43

دوى به ووايي: مونږ له لمونځ كوونكو ځنې نه وو

:44

او مسكین ته به مو طعام نه وركاوه

:45

او له باطل ویونكو سره به مونږ په باطلو خبرو كې ننوتلو

:46

او مونږ به د بدلې ورځ دروغ ګڼله

:47

تر دې پورې چې مونږ ته یقین راغى

:48

نو دوى ته د سفارش كوونكو سفارش فايده نه رسوي

:49

نو په دوى څه شوي دي چې له نصیحت (قرآن) نه مخ ګرځوونكي دي

:50

ګویا كې دوى تښتېدونكي ځنګلي خره دي

:51

چې له زمري نه تښتي

:52

بلكې په دوى كې هر یو سړى غواړي چې ده ته خورې كړى شوې صحیفې (پاڼې) وركړى شي

:53

هیڅكله داسې نه ده بلكې دوى له اخرت نه نه وېرېږي

:54

هیڅكله داسې نه ده، بېشكه دا (قرآن) نصیحت دى

:55

نو څوك چې غواړي (نو) له ده نه دې پند واخلي

:56

او دوى نصیحت (او پند) نه اخلي مګر كه الله يې وغواړي. هم دى د وېرې لايق دى او د بخښنې اهل دى