د ټول اسلام کتابتون

56 - The Inevitable - Al-Wāqi`ah

:1

كله چې واقع كېدونكى (قیامت) واقع شي

:2

د ده پېښېدو لره هېڅ دروغجنوونكى نشته

:3

(دا) ښكته كوونكى، (او) اوچتوونكى دى

:4

كله چې ځمكه وخوځولى شي، خوځول

:5

او غرونه ورژول شي، رژول

:6

نو دغه (غرونه) به یوه خوره شوې دوړه شي

:7

اوتاسو به درې قسمونه شئ

:8

نو د ښي لاس والا (خلق)، څه (ښه) دي د ښې لاس والا خلق!

:9

او د چپ لاس والا خلق، څه (بد) دي د چپ لاس والا خلق؟

:10

او ړومبى كېدونكي (همدوى) ړومبى كېدونكي دي

:11

هم دوى نژدې كړى شوي دي (الله ته)

:12

د نعمتونو په جنتونو كې به وي

:13

لویه ډله به د ړومبنو خلقو ځنې وي

:14

او لږ به د وروستنو خلقو ځنې وي

:15

په (زرو او ملغلرو سره) بُڼل شویو تختونو باندې به (ناست) وي

:16

چې په دغو باندې به یو بل ته مخامخ تكیه وهونكي وي

:17

په دوى باندې به (د خدمت لپاره) تل پاتې (همېشني) هلكان ګرځي

:18

د ګلاسونو او كوزو سره او د جاري (بهېدونكو) شرابو پیالو سره

:19

چې له دغو (شرابو) نه به نه د دوى سر خوږېږي او نه به بې خوده (نشه) كېږي

:20

او له هغه قسمه مېوو سره چې دوى يې خوښوي

:21

او د مرغانو له هغه قسمه غوښو سره چې د دوى زړونه يې غواړي

:22

او (د دوى لپاره) پیمخې غټ سترګې حورې دي

:23

د پټو ساتل شویو ملغلرو په شان

:24

د هغو عملونو د بدلې وركولو لپاره چې دوى به كول

:25

دوى به په دغه (جنت) كې نه عبث خبرې اوري او نه د ګناه (خبرې)

:26

لېكن سلام، سلام ویل (به اوري)

:27

او د ښي اړخ والا، څه دي د ښي اړخ والا

:28

په بې اغزیو بېرو كې به وي

:29

او له بېخه تر سره ډكو كړى شویو (د) كیلو (په ونو) كې به وی

:30

او په اوږد كړى شویو همېشني سيورو كې به وي

:31

او په راتوى كړى شویو اوبو كې به وي

:32

اوپه ډېرو زیاتو مېوو كې به وي

:33

چې نه به قطع كولى شي او نه به منع كولى شي

:34

او په اوچت كړى شویو فرشونو كې به وي

:35

بېشكه مونږ دغه (ښځې/حورې) پیدا كړې دي، خاص پیدا كول

:36

نو مونږ دغه (حورې) پېغلې ګرځولې دي

:37

په خپلو خاوندانو مینانې (او) همزولې

:38

د ښي اړخ والاو لپاره

:39

(د ښي اړخ والا به) لویه ډله وي له ړومبنو خلقو نه

:40

او بله لویه ډله به له وروستنیو خلقو نه وي

:41

او د چپ اړخ (ګس) والا، څه دي د چپ اړخ والا

:42

(دوى به) په ګرم باد او ډېرو تودو اوبو كې وي

:43

او د تك تور لوګي په سيوري كې به وي

:44

چې نه به یخ وي او نه به د عزت وي

:45

بېشكه دوى له دې نه مخكې (په دنیا كې) په نعمتونو كې پالل شوي وو

:46

او دوى په ډېره لویه ګناه (كفر) باندې دوام (او اصرار) كاوه

:47

او دوى به ویل: ایا كله چې مونږ مړه شو او خاورې او هډوكي شو، ایا په رښتیا او یقینًا به مونږ بیا راژوندي كولى شو

:48

او ایا زمونږ ړومبني پلرونه هم!

:49

ته (دوى ته) ووایه چې بېشكه ړومبني او وروستني خلق

:50

دوى به خامخا د معلومې ورځې مقرر وخت ته راجمع كولى شي

:51

بیا به یقینًا تاسو اى ګمراهانو، تكذیب كوونكو!

:52

خامخا خوړونكي به یئ د زقوم له ونې نه

:53

نو له هغې نه به خېټې ډكوونكي یئ

:54

بیا به تاسو د دغه (خوړل شوي زقوم) له پاسه تودې اوبه څښونكي یئ

:55

نو د ډېرو تږو اوښانو د څښلو په شان به څښونكي یئ

:56

دا د بدلې په ورځ د دوى مېلمستیا ده

:57

مونږ تاسو پیدا كړي یئ، نو ولې تاسو تصدیق نه كوئ!

:58

نو تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه نطفه چې تاسو يې تویوئ

:59

ایا تاسو (له) دغې (نطفې نه بشر) پیدا كوئ، یا هم دا مونږ يې پیدا كوونكي یو

:60

بېشكه مونږ ستاسو په مینځ كې مرګ مقدر كړى دى او مونږ عاجز كړى شوي نه یو

:61

له دې نه چې مونږ ستاسو په شان (نور خلق ستاسو) په بدل كې پیدا كړو او تاسو په هغو (صورتونو) سره پیدا كړو چې تاسو پرې علم نه لرئ

:62

او یقینًا یقینًا تاسو په ړومبني پیدا كولو عالمان شوي یئ، نو ولې تاسو پند نه اخلئ!

:63

نو تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه تخم چې تاسو يې كرئ

:64

ایا تاسو دغه (كرل شوى) زرغونوئ، یا هم دا مونږ يې زرغونوونكي یو

:65

كه مونږ وغواړو (نو) خامخا دغه به وچ او ذره ذره كړو، بیا به تاسو حیران شئ

:66

(او وايئ به) بېشكه مونږ خامخا په تاوان كې غورځول شوي یو

:67

بلكې مونږ محروم كړى شوي یو

:68

نو تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه اوبه چې تاسو يې څښئ

:69

ایا تاسو دغه له سپینو ورېځو نه نازلې كړې دي، یا هم دا مونږ يې نازلوونكي یو؟

:70

كه مونږ وغواړو، دغه به تروې ترخې وګرځوو، نو تاسو ولې شكر نه وباسئ!

:71

نو تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه اور چې تاسو يې بلوئ

:72

ایا تاسو د ده ونه پیدا كړې ده، یا هم دا مونږ يې پیدا كوونكي یو؟

:73

مونږه دغه (اور) تذكره (نصیحت) او د مسافرو لپاره نفعمن ګرځولى دى

:74

نو ته د خپل عظیم رب د نوم پاكي بیانوه

:75

نو زه د ستوریو د پرېوتو په ځایونو باندې قسم خورم

:76

او بېشكه دا یقینًا ډېر لوى قسم دى كه تاسو پوهېږئ

:77

بېشكه دا خامخا ډېر عزتمن قرآن دى

:78

په پټ ساتل شوي كتاب كې دى

:79

چې ده لره نه مسه كوي مګر ښه پاك كړى شوي خلق (ملايك)

:80

د رب العلمین له جانبه نازل كړى شوى دى

:81

ایا نو تاسو د دې حدیث (قرآن) سپكاوى كوونكي یئ

:82

او تاسو خپله برخه دا ګرځوئ چې لازمًا تاسو يې تكذیب كوئ (دروغ يې ګڼئ)

:83

نو ولې يې نه (راګرځوئ) كله چې ساه ستوني ته ورسېږي

:84

او په دغه وخت كې تاسو ګورئ

:85

او مونږ ده ته له تاسو نه ډېر نژدې یو او لېكن تاسو نه وینئ

:86

نو ولې يې نه (راګرځوئ) كه تاسو محكومان نه یئ

:87

(نو ولې) دغه ساه (نه) راګرځوئ كه تاسو رښتیني یئ

:88

نو كه چېرې (دغه مړى) له مقربینو څخه وي

:89

نو (د ده لپاره) راحت او ښه رزق او له نعمتونو ډك جنت دى

:90

او كه د ښي اړخ والاو ځنې وي

:91

نو (ورته ویلى به شي:) تا ته سلام دى (اى) له ښي اړخ والاو ځنې!

:92

او كه چېرې (دا مړى) د تكذیب كوونكو ګمراهانو ځنې وي

:93

نو (د ده لپاره) د ډېرو اېشېدلو اوبو مېلمستیا ده

:94

او دوزخ ته ننه اېستل دي

:95

بېشكه دا خبره یقینًا هم دا حقه یقیني ده

:96

پس ته د خپل عظیم رب د نوم پاكي بیانوه