د ټول اسلام کتابتون

55 - The Beneficent - Ar-Raĥmān

:1

ډېر زیات مهربان ذات

:2

(دا) قرآن ښودلى دى

:3

هغه انسان پیدا كړى دى

:4

ده ته يې بیان (او وینا) كول ښودلي دي

:5

لمر او سپوږۍ په حساب سره (روان) دي

:6

او ستوري / واښه او ونې دواړه سجدې كوي

:7

او اسمان لره، دا هغه پورته (اوچت) كړى دى او تله يې اېښې (مقرر كړې) ده

:8

(د دې لپاره) چې تاسو په تله كې تېرى ونه كړئ

:9

او تاسو په انصاف سره وزن برابروئ او په تول كې كمى مه كوئ

:10

او ځمكې لره، هغه دا د ژوندیو لپاره غوړولې ده

:11

په دې كې مېوې دي او د پوښونو والا د كجورو ونې دي

:12

او د وښو (بوسو) والا دانې دي او خوشبویه ګلان دي

:13

نو (اى انسانانو او پېریانو!) تاسو دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ (او ترې منكرېږئ)

:14

انسان يې د كودرې په شان له وچې كړنګېدونكې خټې نه پیدا كړى دى

:15

او جان (د پېریانو پلار) يې د اور له خالصې (بې لوګي) شغلې نه پیدا كړى دى

:16

نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو) دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

:17

(هغه د ژمي او د اوړي) د دواړو مشرقونو رب دى او (د ژمي او د اوړي) د دواړو مغربونو رب دى

:18

نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو) دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

:19

هغه دوه سمندرونه بهولي دي، په دې حال كې چې یوله بله سره میلاوېږي

:20

د دواړو په مینځ كې یوه پرده ده، چې په یو بل باندې نه ورګډېږي

:21

نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

:22

له دواړو (د سمندرونو) نه ملغلرې او مرجان راوځي

:23

نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

:24

او خاص هغه لره دي په سمندر كې بادبان پورته كړى شوې بېړۍ، لكه غرونه

:25

نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

:26

هر هغه څوك چې په دې (ځمكې) باندې دي؛ فاني كېدونكي دي

:27

او باقي به پاتې شي ستا د رب مخ (ذات) چې د جلال او د عزت خاوند دى

:28

نو (اى انسانانو او پېریانو! ) تاسو دواړه د خپل رب په نعمتونو كې كوم یو دروغ ګڼئ ؟

:29

له ده نه سوال كوي هر هغه څوك چې په ا سمانونو او ځمكه كې دي، هر وخت هغه په یوكار كې دى

:30

نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

:31

ژر ده چې مونږ به تاسو ته وزګار شو، اى دوه درنو قبیلو (انسانانو او پېریانو!)

:32

نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

:33

اى د پېریانو او انسانانو ډلې! كه چېرې تاسو د دې طاقت لرئ چې تاسو د اسمانونو او ځمكې له غاړو نه بهر ووځئ، نو ووځئ او تاسو به بهر ونه وتلى شئ مګر په قوت (او زور) سره

:34

نو (اى پېریانو او انسانانو!) تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

:35

په تاسو دواړو (ډلو) باندې به د اور خالصې لمبې او لوګى درخوشې كړى شي، بیا به تاسو یوله بل سره مدد نشئ كولى

:36

نو تاسو دواړه (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې له كوم كوم نه انكار كوئ؟

:37

بیا چې كله اسمان څیرې شي، نو سور رنګه ګل به شي، لكه د سرې څرمنې

:38

نو تاسو دواړه (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

:39

نو په دغې ورځ كې به د خپلې ګناه په باره كې نه له انسان نه پوښتنه كولى شي او نه له پېري نه

:40

نو (اى پېریانو او انسانانو!) تاسو دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

:41

مجرمان به په خپلو نښو سره پېژندلى شي، نو (د مجرمانو) وچولي او قدمونه به ونیولى شي

:42

نو (اى پېريانو او انسانانو!) تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم يوه تكذيب كوئ

:43

دا هغه دوزخ دى چې مجرمانو (كافرانو) به دا دروغ ګاڼه

:44

دوى به د دغه (دوزخ) په مینځ كې او د ډېرو ګرمو اوبو په مینځ كې ګرځي

:45

نو (اى پېریانو او انسانانو!) تاسو دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه انكار كوئ؟

:46

او د هغه چا لپاره چې د خپل رب په واړندې له ودرېدلو نه وېرېږي، دوه جنتونه دي

:47

نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

:48

(دغه جنتونه) د ډېرو ډېرو څانګو والا دي

:49

نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې كوم كوم دروغ ګڼئ

:50

په دغو دواړو (جنتونو) كې دوه چینې دي چې بهېږي

:51

نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې له كوم یو نه انكار كوئ

:52

په دغو (جنتونو) كې له هرې مېوې نه دوه دوه قسمه دي

:53

نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

:54

په داسې حال كې چې دوى به په داسې فرشونو باندې تكیه وهونكي وي چې د هغو استرونه به له پېړو ورېښمو څخه وي او د دواړو جنتونو مېوې به نژدې وي

:55

نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

:56

په دغو (جنتونو) كې به د سترګو رامنع كوونكې حورې وي، چې له دغو (جنتي خاوندانو) نه به مخكې دوى ته نه بل انسان لاس وروړى وي او نه پېري

:57

نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

:58

ګویا كې دغه (حورې) یاقوت لعل دي، یا مرجان دي

:59

نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

:60

د احسان بدل نه دى مګر احسان (او نېكي) كول

:61

نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

:62

او له دغو دواړو نه غیر دوه نور جنتونه دي

:63

نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

:64

تك تور دي (له ډېر شین والي او خړوب والي نه)

:65

نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

:66

په دغو دواړو كې دوه جوش وهونكې چینې دي

:67

نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

:68

په دغو دواړو كې مېوې او كجورې او انار دي

:69

نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

:70

په دغو (جنتونو) كې ډېرې غوره (نېك سیرتې) ډېرې ښكلې حورې دي

:71

نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

:72

په خېمو كې محفوظې ساتلې شوې حورې به وي

:73

نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

:74

چې له دغو (جنتي خاوندانو) نه به مخكې دوى ته نه انسان لاس وروړى وي او نه پېري

:75

نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

:76

په داسې حال كې چې تكیه كوونكي به وي په شین رنګه بالښتونو او په ډېرو نفیسو ښكلو فرشونو باندې

:77

نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

:78

ډېر بركتي دى ستا د رب نوم، چې د جلال او د اكرام (عزت وركولو) والا دى