د ټول اسلام کتابتون

110 - The Divine Support - An-Naşr

:1

كله چې د الله مدد راشي او فتح

:2

او ته خلق ووینې چې د الله په دین كې ډلې ډلې داخلېږي

:3

نو ته پاكي بیانوه د خپل رب له ستاينې سره او له ده نه مغفرت غواړه، بېشكه دى تل ښه توبه قبلوونكى دى