د ټول اسلام کتابتون

109 - The Disbelievers - Al-Kāfirūn

:1

(اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: اى كافرانو!

:2

زه د هغو (شیانو) عبادت نه كوم چی تاسو يې عبادت كوئ

:3

او نه تاسو د هغه ذات عبادت كوونكي يئ چې زه يې عبادت كوم

:4

او نه زه د هغه شي عبادت كوونكى یم چی تاسو يې عبادت كړى دى

:5

او نه تاسو عبادت كوونكي یئ د هغه ذات چې زه يې عبادت كوم

:6

تاسو لپاره ستاسو دین دى او زما لپاره زما دین دى