د ټول اسلام کتابتون

105 - The Elephant - Al-Fīl

:1

ایا ته نه يې خبر شوى چې ستا رب له فیل والاو سره څنګه كار كړى و؟

:2

ایا د هغوى چل (او مكر) يې په ګمراهۍ او زیان كې نه و ګرځولى؟

:3

او په دوى باندې يې ډلې ډلې مرغان راخوشې كړل

:4

چې دغو (مرغانو) به دوى لره په داسې كاڼو ویشتل چې له خټو نه جوړ، په اور پخ شوي وو

:5

نو دغه (خلق) يې د خوړل شویو وښو په شان وګرځول