د ټول اسلام کتابتون

104 - The Traducer - Al-Humazah

:1

هلاكت دى د هر ډېر غیبت كوونكي، ډېر عیبت لګوونكي لپاره

:2

هغه چې مال يې جمع كړى دى او دغه يې بیا بیا شمېرلى (او ذخیره كړى) دى

:3

دى خیال كوي چې بېشكه د ده مال به دى تل ژوندى وساتي؟

:4

داسې هیڅكله نشي كېدى، دى به خامخا ضرور په حطمه (ماتوونكي او سوځوونكي دوزخ) كې وغورځول شي

:5

او ته څه شي پوه كړې چې حطمه څه شى دى؟

:6

د الله هغه بل كړى شوى اور دى

:7

هغه چې په زړونو راخېژي (او غالب كېږي)

:8

بېشكه دغه (اور) به په دوى باندې (له هره جانبه) رابند كړى شوى وي

:9

په اوږدو (راښكلى شویو) ستنو كې