د ټول اسلام کتابتون

96 - The Clot - Al-`Alaq

:1

ته د خپل هغه رب په نامه سره ولوله چې پیدا كړي يې دي (ټول مخلوقات)

:2

ده انسان له پرنې (ټوټې) وینې نه پیدا كړى دى

:3

ته ولوله، په داسې حال كې چې ستا رب تر ټولو لوى كریم دى

:4

هغه چې په قلم سره يې ښوونه كړې ده

:5

انسان ته يې هغه څه ښودلي دي چې دى پرې نه پوهېده

:6

حقه دا خبره ده چې یقینًا انسان خامخا سركشي كوي

:7

په دې وجه چې دى خپل ځان ویني چې دى بې پروا (بې حاجته) شو

:8

بېشكه خاص ستا رب ته بېرته ورتلل دي

:9

ته ما ته خبر راكړه د هغه كس چې منع كوي

:10

بنده (محمدﷺ) لره كله چې دى لمونځ كوي

:11

ته ما ته خبر راكړه كه چېرې دغه (بنده) په هدایت وي

:12

یا په تقوٰی (پرهېزګارۍ) سره حكم كوي

:13

ته ما ته خبر راكړه كه دغه (منع كوونكى) تكذیب كوي او (له حق نه) مخ اړوي

:14

ایا دى نه پوهېږي چې بېشكه الله ویني؟

:15

داسې نه ده! قسم دى كه دى منع نشو، (نو) مونږ به (دى) خامخا ضرور ډېر سخت راكاږو د تندي (وچولي) په وېښتانو سره

:16

داسې تندى چې دروغجن (او) خطا كار دى

:17

نو دى دې خپل مجلس والا راوبلي

:18

ژر ده چې مونږ به ډېر سخت تند خویه ملايك راوبلو

:19

داسې نه ده ته د ده خبره مه منه، او (الله ته) سجده كوه او (الله ته) ښه نژدې شه