د ټول اسلام کتابتون

77 - The Emissaries - Al-Mursalāt

:1

قسم دى په هغو بادونو چې پرله پسې لېږل شوي دي!

:2

بیا په هغو سختو تېزو چلېدونكو بادونو باندې، تېز تلل

:3

او په خورونكو بادونو باندې، خورول

:4

بیا په هغو بادونو چې جدا والى راولي، جدا كول

:5

بیا په هغو بادونو باندې چې د ذكر اچونكي دي

:6

د عذر لپاره او وېرولو لپاره

:7

بېشكه چې له تاسو سره څه وعده كولى شي یقینًا (هغه) واقع كېدونكې ده

:8

نو كله چې ستوري بې رڼا كړى شي

:9

او كله چې اسمان څیرې كړى شي

:10

او كله چې غرونه والوزول شي

:11

او كله چې رسولانو ته وخت وټاكل شي

:12

د كومې ورځې لپاره دغه (څیزونه) وروسته كړى شوي دي؟

:13

د فیصلې د ورځې لپاره

:14

او ته څه شي پوه كړې چې د فیصلې ورځ كله ده

:15

د دروغ ګڼونكو لپاره په دغې ورځ كې هلاكت دى

:16

ایا مونږ ړومبني (مجرمان) نه دي هلاك كړي

:17

بیا مونږ په دوى پسې وروستني خلق ورلېږو

:18

همداسې كار مونږ له مجرمانو (كافرانو) سره كوو

:19

په دغې ورځې كې د تكذیب كوونكو (دروغ ګڼونكو) لپاره هلاكت دى

:20

ایا مونږ تاسو له سپكو اوبو نه نه یئ پیدا كړي

:21

پس مونږ دغه (اوبه) په مضبوط ځاى كې كېښودلې

:22

تر مقررې نېټې (اندازې) پورې

:23

نو مونږ قادر یو، پس (مونږ) ښه قدرت لرونكي یو

:24

په دغې ورځې كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى

:25

ایا مونږ ځمكه نه ده ګرځولې راجمع كوونكې

:26

ژوندیو لره او مړیو لره

:27

او مونږ په دې كې اوچت لوى غرونه پیدا كړي دي او په تاسو مو خوږې تنده ماتوونكې اوبه څښلي

:28

په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى

:29

تاسو ځئ لاړ شئ هغه څیز ته چې تاسو به هغه دروغ ګاڼه

:30

تاسو ځئ لاړ شئ هغه سیوري ته چې د دریوڅانګو والا دى

:31

چې نه یخ دى او نه د اور لمبې لرې كولى شي

:32

بېشكه دغه (اور) داسې سرې سكروټې ولي (غورځوي)، لكه اوچتې ماڼۍ

:33

ګویا كې دغه (سكروټې، بڅركي) زېړ تور بخن اوښان دي

:34

په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى

:35

دغه ورځ ده چې دوى به (په كې) خبرې نشي كولى

:36

او دوى ته به اجازت وركولى نشي، پس چې دوى عذر وكړي

:37

په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى

:38

دغه د فیصلې ورځ ده، مونږ، تاسو او ړومبني خلق راجمع كړي دي

:39

نو كه له تاسو سره څه چل مكر وي، نو زما سره (دغه) چل مكر وكړئ

:40

په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى

:41

یقینًا پرهېزګاران به په سیورو او چینو كې وي

:42

او په داسې مېوو كې چې دوى يې غواړي

:43

(ملايك به مومنانو ته وايي:) تاسو خورئ او څښئ، په داسې حال كې چې خوند اخيستونكي يئ د هغو عملونو په بدل كې چې تاسو به كول

:44

بېشكه همداسې مونږ نېكي كوونكو ته بدله وركوو

:45

په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى

:46

تاسو خورئ او فايده واخلئ لږه، بېشكه تاسو مجرمان یئ

:47

په دغې ورځ كې د تكذیب كوونكو (دروغ ویونكو) لپاره هلاكت او تباهي ده

:48

او كله چې دوى ته وویل شي تاسو ركوع كوئ (نو) دوى ركوع نه كوي

:49

په دغې ورځ كې د تكذیب كوونكو لپاره هلاكت دى

:50

نو له دې (قرآن) نه وروسته دوى په څه شي ایمان راوړي؟