د ټول اسلام کتابتون

69 - The Reality - Al-Ĥāqqah

:1

دغه (قیامت) خامخا واقع كېدونكى

:2

دغه لازمًا واقع كېدونكى څه شى دى

:3

او ته څه شي پوه كړې چې دغه قیامت څه شى دى

:4

ثمودیانو او عادیانو د ټكوونكي (قیامت) تكذیب كړى و

:5

نو هر چې ثمودیان وو، پس هغوى په سخت اواز سره هلاك كړى شول

:6

او هر چې عادیان وو، نو دوى په ډېر سخت اواز، له حده وتونكي باد سره هلاك كړى شول

:7

(الله) دغه (باد) په دوى باندې اوه شپې او اته ورځې متواتر (پرله پسې د دوى د هلاكت لپاره) مسخر كړى و، نو تا به دغه قوم په دغه (شپو ورځو، كورونو، باد) كې لویدلي مړه پراته لیدل، ګویاكې دوى د زړو كجورو تش ډډونه دي

:8

نو ایا ته دوى لره څه باقي پاتې شوي وینې

:9

او فرعون او هغه چا چې له ده نه مخكې وو او چپه كړى شویو كلیو غټ جرم (شرك) وكړ

:10

نو دوى د خپل رب د رسول نافرماني وكړه، نو هغه دوى ونیول، ډېر سخت نیول

:11

بېشكه مونږ، كله چې اوبه له حده ووتې، (نو) مونږ تاسو په بېړۍ كې سواره كړئ

:12

د دې لپاره چې مونږ دغه (بېړۍ) تاسو لپاره پند وګرځوو او یاد ساتونكي غوږونه دغه (پند) یاد ولري

:13

نو كله چې په شپېلۍ كې پوكى وكړى شي، یو پوكى

:14

او ځمكه او غرونه پورته كړى شي، پس دغه دواړه رېزه رېزه كړى شي، یو ځلې رېزه كول

:15

نو په دغې ورځ كې به واقع كېدونكى (قیامت) واقع شي

:16

او اسمان به وچوي، نو دغه (اسمان) به په دغې ورځ كې سست وي

:17

او ملايك به د ده د څنډو له پاسه وي او په دغې ورځ كې به ستا د رب عرش اتو (ملايكو) د دوى له پاسه اوچت كړى وي

:18

په دغې ورځ كې به تاسو وړاندې كولى شئ، ستاسو له پټو (عملونو) نه به هېڅ (شى) پټ پاتې نشي

:19

نو هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) د ده په ښي لاس كې وركړى شوه، نو دى به وايي: چې واخلئ! زما عمل نامه ولولئ

:20

بېشكه ما دا یقین كاوه چې زه به خامخا له خپل حساب سره مېلاوېدونكى یم

:21

نو دغه (كس) به په خوشاله ژوند كې وي

:22

په اوچت جنت كې

:23

چې د هغه مېوې به نژدې وي

:24

تاسو ښه په مزې سره خورئ او څښئ، د هغو عملونو په بدل كې چې تاسو په تېرو شویو ورځو كې مخكې لېږلي وو

:25

او هر چې هغه كس دى چې ده ته خپل كتاب د ده په چپ لاس كې وركړى شي، نو دى به وايي: اى كاشكې ما ته زما كتاب (عمل نامه) نه وى راكړى شوې

:26

او زه نه وى خبر شوى چې زما حساب څه دى

:27

اى كاشكې چې هغه (مرګ) فیصله كوونكى وى

:28

زما مال زما هېڅ په كار رانغى

:29

له ما نه زما بادشاهي برباده شوه

:30

(وبه ویل شي:) دى ونیسئ، پس دى په زلونو سره وتړئ

:31

بیا دى دوزخ ته داخل كړئ

:32

بیا په یو ځنځیر كې چې د هغه ګزونه (اوږدوالى) اویا ګزه وي، پس دى ننه باسئ

:33

بېشكه ده په ډېر لوى الله باندې ایمان نه راوړ

:34

او مسكین ته په طعام وركولو يې ترغیب نه وركاوه

:35

نو د ده لپاره دلته نن ورځ هېڅ دوست نشته

:36

او نه څه طعام، سوا له غِسلین (د دوزخیانو د زخمونو د وینې او زوې) نه

:37

چې دغه نه خوري مګر (دغه) خطاكاران

:38

نو زه قسم خورم په هغو شیانو چې تاسو يې وینئ

:39

او په هغو چې تاسو يې نه وینئ

:40

بېشكه دا (قرآن) یقینًا د ډېر عزتمن رسول خبره ده

:41

او دا د كوم شاعر خبره بېخي نه ده، تاسو ډېر لږ ایمان راوړئ

:42

او نه د كاهن (ترویتي) خبره ده، تاسو ډېر لږ پند اخلئ

:43

(دغه قرآن) د رب العلمین نازلول دي

:44

او كه ده پر مونږ باندې له ځانه ځینې خبرې جوړې كړې وى

:45

(نو) مونږ به د ده ښى لاس نیولى وى

:46

بیا به مونږ خامخا د ده د زړه رګ پرې كړى وى

:47

نو په تاسو كې به هیڅوك له ده نه منع كوونكي نه وو

:48

او بېشكه دا (قرآن) د پرهېزګارانو لپاره پند (او نصیحت) دى

:49

او بېشكه مونږ خامخا پوهېږو چې یقینًا په تاسو كې تكذیب كوونكي دي

:50

او بېشكه دغه (قرآن) په كافرانو باندې د پښېمانۍ سبب دى

:51

او بېشكه دغه (قرآن) خامخا یقیني حق دى

:52

نو ته د خپل عظیم رب د نوم تسبیح وایه