د ټول اسلام کتابتون

53 - The Star - An-Najm

:1

قسم دى په ستوریو كله چې پرېوځي

:2

ستاسو ملګرى نه ګمراه شوى دى او نه (په عقيده كې) بې لارې شوى دى

:3

او دى له خپل خواهش نه خبرې نه كوي

:4

نه دى دا (قرآن) مګر وحي چې (ده ته) وحي كول شي

:5

ده ته (دا) د ډېرو سختو قوتونو والا (جبریل) ښودلى دى

:6

چې د طاقت والا دى، بیا هغه پورته لاړ

:7

او هغه په تر ټولو لوړې غاړې كې و

:8

بیا هغه (جبریل محمدﷺ ته) نژدې شو، پس ښه نژدې شو

:9

نو د دوه لیندو په مسافت شو بلكې (له دې نه هم) ډېر نژدې

:10

نو هغه (الله د جبریل په ژبه) خپل بنده ته وحي وكړه، هغه چې وحي يې وكړه

:11

د ده (نبي) زړه غلط شوى نه دى په هغه څه كې چې ده ولیدل

:12

ایا تاسو له ده سره په هغه څه كې جګړه كوئ چې دى يې ویني

:13

او یقینًا یقینًا ده هغه (جبریل) په یو بل ځلې كوزېدو كې لیدلى دى

:14

له سدرۃة المنتهٰى سره

:15

دغې سره جنة ۃالماوىٰ دى

:16

كله چې دغه سدرة (د بېرې ونه) هغه څه پټوله چې دا يې پټوله

:17

سترګې نه كږې شوې او نه يې له حد نه تېرى وكړ

:18

یقینًا یقینًا ده د خپل رب ډېرې لويې نښې ولیدلې

:19

نو تاسو ما ته خبر راكړئ د لات او عُزّٰى

:20

او منات دریم، د بېخي وروستني

:21

ایا تاسو لپاره هلكان دي او د هغه لپاره جینكۍ

:22

دغه په دې وخت كې ډېر ظالمانه تقسیم دى

:23

دغه (بتان) نه دي مګر تش نومونه چې تاسو او ستاسو پلرونو دغه ايښي دي، الله په دغو هېڅ دلیل نه دى نازل كړى دوى پیروي نه كوي مګر د تش ګمان او د هغه شي چې نفسونه يې غواړي او یقینًا یقینًا دوى ته د خپل رب له جانبه هدایت راغلى دى

:24

ایا د انسان لپاره هغه څه دي چې دى يې تمنا كوي

:25

نو خاص د الله لپاره اخرت او دنیا دي

:26

او په اسمانونو كې څومره ډېر ملايك دي چې د دوى سفارش هېڅ شى نفع نه وركوي مګر وروسته له دې چې الله اجازت وركړي هغه چا ته چې يې وغواړي او (د هغه په شفاعت) راضي شي

:27

بېشكه هغه كسان چې په اخرت ایمان نه لري، خامخا دوى د ښځو په نومونو سره ملايك نوموي

:28

حال دا چې دوى ته په دې هېڅ علم نشته، دوى يواځې د تش ګمان پیروي كوي او بېشكه ګمان له حقه هېڅ شى نشي دفع كولى

:29

نو ته د هغه چا نه مخ واړوه چې زمونږ له ذكر نه يې مخ ګرځولى دى او يواځې دنيايي ژوندون غواړي

:30

دا د دوى د علم انتها ده، بېشكه ستا رب په هغه چا ښه عالم دى چې د هغه (الله) له لارې نه ګمراه شوى دى او هغه ښه عالم دى په هغه چا چې هدایت يې موندلى دى

:31

او خاص الله لره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي، د دې لپاره چې هغو كسانو ته چې بد يې كړې دي، د خپل عمل بدله وركړي او هغو كسانو ته (هم) ډېره ښه بدله وركړي چې نېكي يې كړې ده

:32

هغه كسان چې له غټو ګناهونو او د بې حیایۍ له كارونو نه ځان ساتي، غیر له وړو وړو ګناهونه، بېشكه ستا رب د بخښنې وسیع كوونكى دى، هغه په تاسو ښه عالم دى، كله چې يې تاسو له ځمكې نه راپیدا كړئ او كله چې تاسو د خپلو میندو په خېټو كې پټ بچي وئ، نو تاسو د خپلو ځانونو تزكیه (پاكوالى) مه كوئ، هغه (الله) ښه عالم دى په هغه چا چې ډېر متقي دى

:33

ایا نو تا هغه كس لیدلى چې مخ يې واړوه (له ایمانه)

:34

او ډېر لږ (مال) يې وركړ او منع يې كړ (نور مال)

:35

ایا له هغه سره علم غیب دى، پس دى لیدل كوي

:36

بلكې ایا دى په هغه څه نه دى خبر كړى شوى چې د موسٰى په صحیفو كې دي

:37

او د ابراهیم هغه چې وفا يې كړې ده

:38

چې هېڅ پورته كوونكى د بل بار نه پورته كوی

:39

او دا چې د انسان لپاره نشته مګر هغه څه چې ده (يې) كوشش كړى دى

:40

او دا چې بېشكه د ده كوشش به عنقریب وښوول شي

:41

بیا به ده ته بدله وركړى شی، ډېره پوره بدله

:42

او دا چې بېشكه ستا رب ته (د ټولو مخلوقاتو) ورګرځېدل دي

:43

او دا چې بېشكه هم دغه (الله) (خلق) خندوي او ژړوي

:44

او دا چې هم دغه (الله) مرګ وركوي او ژوند وركوي

:45

او دا چې بېشكه دغه (الله) دوه جوړې نر او ښځه پیدا كړې دي

:46

له یوه څاڅكي (نطفې) نه، كله چې وڅڅول شي

:47

او دا چې بېشكه د ده په ذمه دي (له دې مرګ نه پس) بل ځلې پیدا كول

:48

او دا چې بېشكه همدغه (الله) غني كول كوي او خزانې وركوي

:49

او دا چې همدغه (الله) د شِعرٰى ستوري رب (او مالك) دى

:50

او دا چې بېشكه همده ړومبني عادیان هلاك كړې دي

:51

او ثمودیان هم، نو باقي يې پرې نه ښودل

:52

او له دوى نه مخكې يې د نوح قوم هلاك كړ، بېشكه دوى، هم دوى، ډېر ظالمان او ډېر سركشان وو

:53

او اړول شوي كلي يې ښكته راوغورځول

:54

نو دغه هغه شي پټ كړ چې دى يې پټ كړ

:55

نو (اى انسانه!) ته د خپل رب په كومو نعمتونو كې شك كوې

:56

دا (محمدﷺ) له ړومبنیو وېروونكو ځنې یو وېروونكى دى

:57

قیامت ډېر نژدى راغى

:58

دې (قيامت) لره له الله نه غیر هېڅ څرګندوونكى نشته

:59

ایا نو تاسو له دې خبرې (قرآن) نه تعجب كوئ

:60

او خاندئ او نه ژاړئ

:61

او تاسو غافلان يئ (لوبې كوونكي يئ)

:62

نو تاسو الله ته سجده وكړئ او (د ده) عبادت وكړئ