د ټول اسلام کتابتون

51 - The Winnowing Winds - Adh-Dhāriyāt

:1

قسم دى په الوځوونكو بادونو، الوځول

:2

بیا د (اوبو د) بار په اوچتوونكو ورېځو (قسم دى)

:3

بیا په اسانۍ سره تلونكو كشتیو (قسم دى)

:4

بیا د كار په تقسیموونكو ملايكو(قسم دى)

:5

چې بېشكه هغه څه چې له تاسو سره يې وعده كولى شي یقینًا رښتینې (وعده) ده

:6

او بېشكه (د عمل) بدله خامخا واقع كېدونكې ده

:7

قسم دى په اسمان چې د لارو والا دى

:8

چې بېشكه تاسو یقینًا په ګده وډه (مختلفه) خبره كې يئ

:9

ګرځولى شي له دغه (قرآن، نبي) نه هغه څوك چې (د الله په علم كې مخكې) ګرځول شوى دى

:10

اټكل كوونكي دې هلاك كړى شي

:11

هغه كسان چې دوى په ډېر غفلت كې دي، هېروونكي دي

:12

دوى پوښتنه كوي چې د بدلې ورځ به كله وي؟

:13

په هغې ورځ كې چې دوى به په اور سره په عذاب كولى شي

:14

(وبه ویل شي!) تاسو خپل عذاب وڅَكئ، دا هغه (عذاب) دى چې تاسو به دا جلت غوښته

:15

بېشكه متقیان (پرهېزګاران) به په جنتونو او چینو كې وي

:16

په داسې حال كې چې هغه څه لره به نیوونكي وي چې دوى ته يې د دوى رب وركوي، بېشكه دوى له دې نه مخكې نېكي كوونكي وو

:17

دوى به د شپې په لږه برخه كې ویده كېدل

:18

او په چرګ بانګونو كې به دوى استغفار كاوه

:19

او د دوى په مالونو كې به د سوالګري او د محروم (مسكین) حق و

:20

او په ځمكه كې د یقین كوونكو لپاره ډېرې نښې دي

:21

او ستاسو په ځانونو كې هم، ایا نو تاسو نه وینئ

:22

او په اسمان كې ستاسو روزي ده او هغه څه چې تاسو سره يې وعده كولى شي

:23

نو د اسمان او ځمكې په رب مې قسم دى چې بېشكه دا (خبره) یقینًا حق ده، چې د هغې په شان ده چې تاسو خبرې كوئ

:24

ایا تا ته د ابراهیم د عزتمنو مېلمنو خبر رارسېدلى دى

:25

كله چې دوى په ده ورننوتل، نو ويې ويل:(مونږ په تا سلام اچوو) سلام اچول، ده وویل: (په تاسو دې) سلام (وي او په زړه كې يې تېر شول چې دا) نا اشنا خلق دي

:26

نو په تېزۍ سره خپلې ښځې ته لاړ، پس یو (وریت كړى) چاغ سخى يې راوړ

:27

نو دغه يې دوى ته ورنژدې كړ، ويې ويل:تاسو ولې نه خورئ!

:28

نو له دوى نه يې په زړه كې وېره وموندله، دوى وویل: ته مه وېرېږه او دوى ته يې د ډېر پوه هلك زېرى وركړ

:29

نو د ده ښځې په چغې كولو سره مخ ورواړوه، پس خپل مخ يې وواهه او ويې ويل:(زه) زړه شنډه بوډۍ (یم)

:30

دوى وویل: همداسې ستا رب ویلي دي، بېشكه هم هغه ښه حكمت والا، ښه پوه دى

:31

ده وویل: نو ستاسو څه كار (او مقصد) دى اى رالېږل شویو (ملايكو)؟

:32

دوى وویل: بېشكه مونږ د یو مجرم قوم په طرف رالېږل شوي یو

:33

د دې لپاره چې مونږ په دوى باندې د خټو كاڼي راوورو

:34

چې ستا د رب په نیز له حده وتونكو لپاره نشان داره كړى شوي دي

:35

نو مونږ هغه څوك راووېستل چې په دغه (كلي) كې له مومنانو ځنې وو

:36

پس مونږ په دغه (كلي) كې د مسلمانانو له یو كور نه غیر ونه مونده

:37

او مونږ په دغه (كلي) كې د هغو كسانو لپاره یوه لویه نښه پرېښوده چې د ډېر دردوونكي عذاب نه وېرېږي

:38

او په (قصه د) موسٰى كې، كله چې مونږ هغه فرعون ته په ښكاره دلیل سره ولېږه

:39

نو هغه (فرعون) د خپل قوت (اولښكر) سره مخ واړوه او ويې ويل:(دا موسٰى) كوډګر (جادوګر) دى، یا لېونى دى

:40

نو مونږ هغه او د هغه لښكرې راونیولې، نو مونږه دوى ټول په دریاب كې وغورځول، په داسې حال كې چې هغه د ملامتۍ كار كوونكى و

:41

او په عادیانو كې، كله چې مونږ په دوى باندې (له خير نه) شنډ باد راخوشې كړ

:42

ده به هېڅ داسې شى نه پرېښوده چې دا به پرې راغلى و مګر خو هغه به يې وچ زوړ رژېدلي واښه (يا هډوكي) وګرځاوه

:43

او په ثمودیانو كې، كله چې دوى ته وويل شو چې تاسو تر یو وخته پورې نفع واخلئ

:44

نو دوى د خپل رب له حكم نه سركشي وكړه، نو دوى (د) تندر (عذاب) ونیول، په دې حال كې چې دوى كتل

:45

بیا نه دوى د ودرېدلو طاقت لاره او نه دوى بدل اخيستونكي وو

:46

او له دوى نه مخكې د نوح قوم لره (مونږ هلاك كړى و) بېشكه هغوى یو فاسق قوم و

:47

او اسمان مونږ هغه په قوت سره جوړ كړى دى او بېشكه مونږ خامخا پراخوونكي/ پراخه قدرت لرونكي یو

:48

او ځمكه، مونږ هغه غوړولې ده، نو (مونږ) ښه غوړوونكي یو

:49

او له هر څیز څخه مونږ دوه قسمه جوړې (نر او ښځه) پیدا كړي دي، د دې لپاره چې تاسو پند واخلئ

:50

نو تاسو الله ته وتښتئ، بېشكه زه تاسو لپاره د هغه له جانبه ښكاره وېروونكى یم

:51

او تاسو له الله سره بل معبود مه شریكوئ، بېشكه زه تاسو لپاره د هغه له جانبه ښكاره وېروونكى یم

:52

همداسې، هغو كسانو ته چې له دوى نه مخكې وو، هېڅ یو رسول نه و راغلى مګر دوى به ویل: (دا) جادوګر دى، یا لېونى دى

:53

ایا دوى په دې (خبرې) سره یو بل ته وصیت كړى دى، بلكې دوى سركشه قوم دى

:54

نو ته له دوى نه مخ واړوه، پس ته هېڅ ملامت كړى شوى نه يې

:55

او ته نصیحت كوه، پس بېشكه نصیحت كول مومنانو ته نفع رسوي

:56

او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي

:57

زه له دوى نه هېڅ رزق نه غواړم او نه دا غواړم چې دوى ما ته خوراك راكړي

:58

بېشكه هم دغه الله ښه روزي وركوونكى، قوت والا، (او) ډېر مضبوط دى

:59

د هغو كسانو لپاره چې ظلم يې كړى دى، یقینًا د دوى د ملګرو (د عذاب) د حصې په شان حصه ده، نو دوى دې په ما تلوار نه كوي

:60

پس د كافران شویو خلقو لپاره هلاكت دى، د دوى له هغې ورځې نه چې دوى سره يې وعده كولى شي