د ټول اسلام کتابتون

44 - The Smoke - Ad-Dukhān

:1

حا، ميم

:2

قسم دى په بیانوونكي كتاب

:3

بېشكه مونږ دا (قرآن) په مباركه شپه كې نازل كړى دى، بېشكه مونږ وېروونكي وو

:4

په دغې (شپه) كې هر له حكمته ډك كار بیانولى (او بېلولى) شي

:5

زمونږ له جانبه د حكم وركولو په وجه (حكم وركول دي زمونږ له جانبه) بېشكه مونږ ( د رسولانو) لېږونكي وو

:6

ستا د رب د رحمت لپاره، بېشكه هم دى ښه اورېدونكى، ښه پوه دى

:7

چې د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، كه تاسو یقین كوونكي يئ

:8

نشته هېڅ یو حق معبود مګر هم دى دى، دى ژوندي كول كوي او مړه كول كوي، ستاسو رب دى او ستاسو د ړومبنیو پلرونو رب دى

:9

بلكې دوى په شك كې دي، چې لوبې كوي

:10

پس ته د هغې ورځې انتظار كوه چې اسمان ښكاره لوګى راوړي

:11

چې خلق به پټ كړي دا ډېر دردوونكى عذاب دى

:12

اى زمونږه ربه! ته زمونږ نه دغه عذاب لرې كړه، بېشكه مونږ ایمان راوړونكي یو

:13

دوى ته به نصیحت اخيستل چېرته وي، حال دا چې دوى ته ښكاره بیانوونكى رسول راغلى و

:14

بیا دوى له هغه نه مخ وګرځاوه او ويې ويل:(دا) تعلیم وركړى شوى دى، لېونى دى

:15

بېشكه مونږ دغه عذاب لږ (وخت) لرې كوونكي یو، بېشكه تاسو بیا (كفر ته) راګرځېدونكي یئ

:16

(یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ نیول وكړو، تر ټولو غټ نیول، بېشكه مونږ انتقام اخيستونكي یو

:17

او یقینًا یقینًا مونږ له دوى نه مخكې د فرعون قوم ازمایلى و او هغو ته ډېر عزتمند رسول راغلى و

:18

چې تاسو ما ته د الله بنده ګان (بني اسرائیل) راوسپارئ، بېشكه زه تاسو لپاره امانتګر رسول یم

:19

او دا چې تاسو په الله سركشي مه كوئ، بېشكه زه تاسو ته ښكاره دلیل راوړونكى یم

:20

او بېشكه ما پناه نیولې ده د خپل رب او ستاسو د رب، له دې نه چې تاسو ما سنګسار كړئ

:21

او كه تاسو په ما ایمان نه راوړئ، بیا نو له ما نه په ډډه شئ

:22

بیا هغه له خپل رب نه دعا وغوښته چې بېشكه دغه مجرمان خلق دى

:23

نو (الله ورته وویل: چې) ته زما بنده ګان د شپې بوځه، بېشكه ستاسو به تعاقب كولى شي

:24

او سمندر ولاړ (ساكن) پرېږده، بېشكه دوى دي ډوب كړى شوى لښكر

:25

دوى څومره ډېر باغونه او چېنې پرېښودلې

:26

او فصلونه او ډېر د عزت ځاى

:27

او نور نعمتونه چې دوى به په هغو كې خوشاله وو

:28

همداسې (مو دوى هلاك كړل) او دغه مو بل قوم ته په میراث وركړل

:29

نو په دوى اسمان او ځمكې ونه ژړل او نه دوى مهلت وركړى شوي وو

:30

او یقینًا یقینًا مونږ بني اسرائیل له سپكوونكي عذاب نه خلاص كړل

:31

له فرعون نه، بېشكه هغه (فرعون) سركشه (او) له حده تېرېدونكو څخه و

:32

او یقینًا یقینًا مونږ دغه (بني اسرائیل) د خپلې زمانې په خلقو باندې غوره كړي وو په علم سره ( په دې حال كې چې مونږ پرې عالمان وو )

:33

او دوى ته مونږ هغه نښې وركړې وې، چې په هغو كې ښكاره ازمايش و

:34

بېشكه دغه (كفار) خامخا وايي

:35

نه دى دغه (عاقبت او د كار خاتمه) مګر زمونږ ړومبنى مرګ دى، او مونږ به له سره بیا راژوندي نه كړى شو

:36

نو تاسو زمونږ پلرونو (ژوندي) راولئ! كه تاسو رښتیني یئ

:37

ایا دوى (قریش) غوره دي، یا كه د تبع قوم او هغه كسان چې له دوى نه مخكې وو، مونږ هغوى هلاك كړل، بېشكه دوى مجرمان خلق وو

:38

او مونږ اسمانونه او ځمكه او هر هغه څه چې د دواړو په مينځ كې دي ؛ نه دي پیدا كړي، په داسې حال كې چې عبث او لوبې كوونكي یو

:39

مونږ دوى دواړه نه دي پیدا كړي مګر په حقه سره او لېكن د دوى اكثره (خلق) نه پوهېږي

:40

بېشكه د فیصلې ورځ د دوى د ټولو ټاكلې وعده ده

:41

هغه ورځ چې هېڅ یو دوست به د بل دوست هېڅ په كار رانشي او نه به له دوى سره مدد كولى شي

:42

لېكن هغه كس چې الله پرې رحم وكړي، بېشكه دا (الله)، هم دى ښه غالب، بې حده رحم كوونكى دى

:43

بېشكه د زقوم ونه

:44

د غټ ګناهګار خوراك دى

:45

د ویلې كړى شویو مسو (د تېلو تورې خټې) په شان چې په ګېډو كې به اېشیږي

:46

د ګرمو اوبو د اېشېدلو په شان

:47

تاسو دا ونیسئ، پس دى د جهنم بېخي مینځ له په سختۍ سره راكاږئ

:48

بیا د ده د سر له پاسه د اېشېدلو اوبو له عذابه ورتوى كړئ

:49

(ده ته به وویل شي چې دغه عذاب) وڅكه، بېشكه هم دا ته ډېر زبردست، ډېر عزتمن يې

:50

بېشكه دا هغه (عذاب) دى چې تاسو به په ده كې شك كاوه

:51

بېشكه متقیان به په امن ناكه ځاى كې وي

:52

په جنتونو كې

:53

دوى به له نریو ورېښمو او پېړو ورېښمو جامې اغوندي، په داسې حال كې چې سره مخامخ به ناست وي

:54

همداسې به وي او مونږ به دوى د غټ سترګو سپینو سرو حورو سره ملګري كړو

:55

دوى به په دغو جنتونو كې هر قسمه مېوې راغواړي، په داسې حال كې چې په امن به وي

:56

دوى به په دغو كې مرګ نه څكي غیر له ړومبني مرګ نه (چې په دنیا كې تېر شوى دى) او دوى به (الله) د دوزخ له عذاب نه بچ وساتي

:57

د خپل رب د فضل په وجه، هم دغه ډېره لویه كامیابي ده

:58

پس بېشكه هم دا خبره ده چې دا (قرآن) مونږ ستا په ژبه اسان كړى دى، د دې لپاره چې دوى نصیحت واخلي

:59

نو ته انتظار كوه، بېشكه دوى هم انتظار كوونكي دي