د ټول اسلام کتابتون

37 - Those who set the Ranks - Aş-Şāffāt

:1

قسم دى (د ملايكو) په صف جوړونكو ډلو باندې، صف جوړول

:2

بیا (شیطانانو لره) په شړونكو (ملايكو دى) سخت شړل

:3

بیا د ذكر په لوستونكو باندې

:4

چې بېشكه ستاسو معبود یقینًا یو دى

:5

چې د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي او د مشرقونو رب دى

:6

بېشكه مونږ (ځمكې ته) زیات نژدې اسمان په زینت سره ښايسته كړى دى، چې ستوري دي

:7

او له هر سركښه شیطان نه مو ښه ساتلى دى

:8

دغه (شیطانان) تر ټولو لوړ مجلس ته غوږ نشي نیولى او دوى له هره جانبه ویشتل شي

:9

د شړلو لپاره او د دوى لپاره همېشنى عذاب دى

:10

غیر له هغه (شیطان) نه چې وتښتوي یو كرت تښتونه، نو په ده پسې شي لمبه رڼا كوونكې

:11

نو ته له دوى نه پوښتنه وكړه چې ایا دوى د تخلیق په لحاظ ډېر سخت دي، یا هغه چې مونږ پیدا كړي دي؟، بېشكه مونږ دوى له سرېښناكې خټې نه پیدا كړي دي

:12

بلكې ته (د دوى په انكار) تعجب كوې، په داسې حال كې چې دوى (په تا پورې) مسخرې كوي

:13

او كله چې دوى ته نصیحت وكړى شي، دوى پند (نصیحت) نه اخلي

:14

او كله چې دوى كومه (نښه دلیل) وویني، (نو ورپورې) ډېرې مسخرې كوي

:15

او وايي چې نه دى دا (چې مونږ ولید) مګر ښكاره جادو

:16

ایا كله چې مونږ مړه شو او خاورې او هډوكي شو، ایا په رښتیا به مونږ خامخا بیا ژۃوندي راپاڅول كېږو؟

:17

او ایا زمونږ ړومبني پلرونه هم؟

:18

ته (دوى ته) ووایه: هو! په داسې حال كې چې تاسو به ذلیل هم یئ

:19

پس همدا خبره ده چې هغه (قیامت) خو یوه چغه ده، نو ناڅاپه به دوى ګوري

:20

او دوى به وايي: اى زمونږ هلاكته! دا د بدلې ورځ ده

:21

دا د فیصلې ورځ ده، هغه ورځ چې تاسو به د دې تكذیب كاوه

:22

(الله به ملايكو ته ووايي:) تاسو راټول كړئ هغه كسان چې ظلم (شرك) يې كړى دى او د دوى جوړې (د عقیدې ملګري) او هغه څه چې دوى به يې عبادت كاوه

:23

له الله نه غیر، نو تاسو دوى د دوزخ په لاره روان (او برابر) كړئ

:24

او دوى ودروئ، بېشكه له دوى نه پوښتنې كول شي

:25

په تاسو څه دي چې یو له بله سره مرسته نه كوئ؟

:26

بلكې دوى نن ورځ (پخپله) تسليمېدونكي دي

:27

او د دوى ځینې به ځینو نورو ته مخ ورواړوي، یو تربله به پوښتنې كوي

:28

وبه وايي (كشران مشرانو ته) بېشكه هم تاسو وئ چې مونږ ته به په زور سره راتللئ

:29

وبه وايي (مشران په جواب كې) بلكې تاسو پخپله ایمان راوړونكي نه وئ

:30

او زمونږ لپاره پر تاسو باندې هېڅ زور (تسلط) نه و، بلكې تاسو پخپله سركښه قوم وئ

:31

نو په مونږه باندې زمونږ د رب خبره ثابته شوه، یقینًا مونږ خامخا (عذاب لره) څكونكي یو

:32

نو مونږ تاسو ګمراه كړئ، بېشكه مونږ (پخپله هم) ګمراهان وو

:33

پس بېشكه دوى په دغه ورځ په عذاب كې سره شریكان دي

:34

بېشكه مونږ له مجرمانو سره همداسې كوو

:35

بېشكه دوى (داسې) وو چې كله به دوى ته وویل شول چې له الله نه غیر هېڅ لايق د عبادت نشته (،نو) دوى به تكبر كاوه

:36

او دوى وايي چې ایا یقینًا مونږ په رښتیا سره د یو لېوني شاعر له وجې نه خپل معبودان (خدایان) پرېښودونكي یو

:37

(داسې نه ده) بلكې دغه (نبي) حق (دین) راوړى دى، او د رسولانو تصدیق يې كړى دى

:38

بېشكه تاسو خامخا ډېر دردوونكي عذاب لره څكونكي یئ

:39

او تاسو ته بدله نه دركولى كېږي مګر د هغو عملونو چې تاسو به كول

:40

لېكن د الله غوره كړى شوي بنده ګان

:41

دغه كسان چې دي، د دوى لپاره معلومه روزي ده

:42

چې (رنګارنګ) مېوي دي، په داسې حال كې چې دوى به عزتمن كړى شوي وي

:43

د نعمتونو په باغونو كې

:44

(چې ناست به وي) په تختونو یو بل ته مخامخ

:45

په دوى به د روانو صافو شرابو جامونه ګرځولى شي

:46

چې تك سپین به وي، د څښونكو لپاره به خوندور وي

:47

نه به په هغو كې سر خوږى وي او نه به دوى د دغو (شرابو) په وجه نشه كولى شي

:48

او له دوى سره به د (خپل) نظر رامنع كوونكې غټو سترګو والا حورې وي

:49

ګویاكې دوى پټې ساتل شوې هګۍ دي

:50

نو د دغو (جنتیانو) ځینې به ځینو نورو ته مخ راوګرځوي، چې سره تپوس به كوي

:51

په دوى كې يو ویونكى به ووايي: بېشكه زما یو دوست و

:52

ویل به يې: ایا یقینًا ته خامخا له تصدیق كوونكو ځنې يې؟

:53

ایا كله چې مونږ مړه شو او خاورې او هډوكي شو، ایا بېشكه مونږ ته به خامخا جزا راكولى شي

:54

وبه وايي: ایا تاسو كتونكي يئ؟

:55

نو وبه ګوري، نو هغه به (د دوزخ) په مینځ كې وویني

:56

وبه وايي (كتونكى): قسم په الله! بېشكه شان دا و چې ته نژدې وې چې ما هلاك كړې

:57

او كه زما د رب نعمت نه وى (نو) خامخا زه به له حاضر كړى شویو څخه وم

:58

ایا نو مونږ مړه كېدونكي نه یو

:59

زمونږ له ړومبي مرګ نه غیر، او مونږ په عذاب كړى شوي نه یو

:60

بېشكه دا، یقینًا همدغه ډېر لوى برى دى

:61

د دغو (نعمتونو) مثل لپاره دې عمل كوونكي عمل وكړي

:62

ایا دغه د مېلمستیا په لحاظ غوره دي، یا د زقوم ونه

:63

بېشكه مونږ دغه (ونه) د ظالمانو (مشركانو) لپاره فتنه (او عذاب) ګرځولې ده

:64

بېشكه دغه داسې ونه ده چې د دوزخ په بېخ كې راوځي

:65

د دغې وږي، ګویاكې هغه د شیطانانو سرونه دي

:66

پس بېشكه دوى به خامخا له هغې نه خوړونكي وي، نو له هغې نه به د خپلو خېټو ډكوونكي وي

:67

بیا بېشكه دوى ته به د هغې له پاسه د ایشول شویو اوبو ګډون وي

:68

بیا بېشكه د دوى ورتله خامخا لمبې وهونكي اور ته دي

:69

بېشكه دوى خپل پلرونه ګمراه موندلي دي

:70

نو دوى د هغوى په قدمونو پسې په ډېرې تېزۍ سره منډې وهي

:71

او یقینًا یقینًا له دوى نه مخكې د ړومبنو خلقو اكثره ګمراه شوي دي

:72

او یقینًا یقینًا مونږ په دوى كې وېروونكي پېغمبران لېږلي وو

:73

نو ته وګوره چې د وېرول شویو انجام څنګه و؟

:74

لېكن د الله غوره كړي بنډكان (له عذاب نه خلاص دي)

:75

او یقینًا یقینًا مونږ ته نوح اواز وكړ، نو (مونږ) ښه جواب وركوونكي یو

:76

او مونږ هغه ته او د هغه كورنۍ ته له ډېر لوى غم نه نجات وركړ

:77

او مونږ د هغه اولاده، بس هم هغه باقي پاتې كېدونكې وګرځوله

:78

او مونږ په ده باندې په وروستنيو خلقو كې (مدح او ثنا) پرېښودله

:79

په عالمونو كې دې په نوح سلام وي

:80

بېشكه مونږ نېكانو ته همداسې بدله وركوو

:81

بېشكه هغه زمونږ د مومنو بنده ګانو څخه و

:82

بیا مونږ هغه نور (كافر) خلق غرق كړل

:83

او بېشكه د هغه له ملګرو ځنې خامخا ابراهیم دى

:84

(یاد كړه) كله چې هغه خپل رب ته په ډېر روغ زړه سره راغى

:85

كله چې هغه خپل پلار او خپل قوم ته وویل: څه شى دى چې تاسو يې عبادت كوئ؟

:86

ایا تاسو د دروغو (او باطلو) لپاره له الله پرته معبودان غواړئ؟

:87

نو په رب العالمین مو ستاسو څه ګمان دى

:88

نو په ستوریو كې نظر يې واچوه، یو نظر

:89

نو ويې ويل:بېشكه زه ناجوړه یم

:90

نو دوى له هغه نه وګرځېدل، په داسې حال كې چې شاكوونكي وو

:91

نو د دوى معبودانو (بتانو) ته پټ راغى، نو ويې ويل: ایا تاسو (دا خوراكونه) نه خورئ؟

:92

په تاسو څه شوي دي چې تاسو خبرې نه كوئ؟

:93

نو په مهارت سره يې په دوى باندې راباندې كړل، په داسې حال كې چې په ښي لاس سره وهونكى و

:94

نو هغوى (مشركانو) ده ته متوجه شول، چې ورپسې منډې يې وهلې

:95

ده وویل: ایا تاسو د هغه څه عبادت كوئ چې تاسو يې (پخپله) تراشئ

:96

‚ حال دا چې الله تاسو او هغه عملونه چې تاسو يې كوئ، پیدا كړي دي

:97

دوى وویل: د ده لپاره یوه ودانۍ جوړه كړئ، بیا تاسو دا په لمبې وهونكي اور كې واچوئ

:98

نو دوى له ده سره د فریب اراده وكړه، نو مونږ همدوى تر ټولو زیات ذلیله كړل

:99

او ده (ابراهیم) وویل: بېشكه زه خپل رب ته تلونكى یم، ژر به هغه ما ته لاره وښیي

:100

اى زما ربه! ته ما ته (زوى) راكړې، چې له صالحانو ځنې وي

:101

نو مونږ ده ته د ډېر حلم والا هلك زېرى وركړ

:102

نو كله چې هغه (هلك) له ده (خپل پلار) سره منډې وهلو ته ورسېده، ويې ويل:اى زما خوږه زویه! بېشكه زه په خوب كې وینم داسې چې بېشكه زه تا ذبحه كوم، نو ته وګوره چې ستا څه رايه ده؟ هغه وویل: اى زما پلار جانه! ته هغه كار وكړه چې تا ته يې امر كول شي، ژر ده چې كه الله وغواړي، ته به ما له صبر كوونكو ځنې ومومې

:103

نو كله چې دواړو غاړه كېښوده او هغه يې په اړخ څملاوه

:104

او مونږ ده ته اواز وكړ، داسې چې اى ابراهیمه

:105

یقینًا تا خوب رښتیا كړ، بېشكه مونږ نېكي كوونكو ته همداسې بدله وركوو

:106

بېشكه دا، یقینًا همدغه ښكاره ازمېښت و

:107

او مونږ ده (اسماعیل) ته په ډېرې لويې ذبیحې سره خلاصى وركړو

:108

او مونږ باقي پرېښود په ده باندې وروستنیو خلقو كې

:109

دا چې سلام دې وي په ابراهیم

:110

نېكانو ته مونږ همداسې بدله وركوو

:111

بېشكه هغه زمونږ له مومنو بنده ګانو ځنې دى

:112

او مونږ ده ته د اسحاق زېرى وركړ، په داسې حال كې چې نبي و، له صالحانو نه

:113

او بركت اچولى و مونږ په ده (اسمٰعیل) باندې او په اسحاق باندې، او د دې دواړو په اولاد كې څوك نېكې كوونكى دى او څوك په خپل ځان باندې ښكاره ظلم كوونكى دى

:114

او یقینًا یقینًا مونږ په موسٰى او هارون احسان وكړ

:115

او مونږ دغو دواړو ته او د دغو دواړو قوم ته له ډېر لوى غم نه نجات وركړ

:116

او مونږ د دوى مدد وكړ، نو همدوى غالبه شول

:117

او مونږ دغو دواړو ته ډېر واضحه كتاب وركړى و

:118

او مونږ دغو دواړو ته نېغه لاره ښودلې وه

:119

او مونږ په دواړو باندې په وروستنیو خلقو كې باقي پرېښوده

:120

دا چې سلام دي وي په موسي او هارون

:121

بېشكه مونږ نېكي كوونكو ته همداسې بدله وركوو

:122

بېشكه دغه دواړه زمونږ د مومنو بنده ګانو ځنې دي

:123

او بېشكه الیاس خامخا له رسولانو ځنې دى

:124

(یاد كړه)، هغه وخت چې ده خپل قوم ته وویل: ولې تاسو نه وېرېږئ!

:125

ایا تاسو بعل (بت) بولئ او تر ټولو ښه پیدا كوونكى ذات پرېږدئ

:126

چې الله دى، چې ستاسو رب دى او ستاسو د ړومبنو پلرونو رب دى

:127

نو هغوى د ده تكذیب وكړ، نو بېشكه هغوى به خامخا حاضرولى شي

:128

د الله له خالص كړى شویو بنده ګانو نه غیر (چې دوى د هغه تكذیب ونه كړ)

:129

او باقي پرېښود مونږ په ده باندې په وروستنیو خلقو كې

:130

چې په الیاسین دې سلام وي

:131

بېشكه مونږ نېكي كوونكو ته همداسي بدله وركوو

:132

بېشكه هغه زمونږ له مومنو بنده ګانو ځنې دى

:133

او بېشكه لوط له رسولانو ځنې دى

:134

(یاد كړه) هغه وخت چې مونږ ده ته او د ده كورنۍ ته، ټولو ته نجات وركړ

:135

غیر له یوې بوډۍ نه چې په باقي پاتې كېدونكو كې وه

:136

بیا مونږ نور (ټول) خلق هلاك كړل

:137

او بېشكه تاسو په دوى تېرېږئ، په دې حال كې چې سبا كوونكي يئ

:138

او په شپه كې هم، ایا نو تاسو عقل نه كاروئ

:139

او بېشكه یونس خامخا له رسولانو ځنې دى

:140

(یاد كړه) هغه وخت چې هغه ډكې كشتۍ ته وتښتېده

:141

نو ده قرعه واچوله، نو شو (په قرعه كې) له مغلوب كړى شویو ځنې

:142

نو ښوى تېر كړ هغه لره مهي (كب)، په دې حال كې چې هغه (د خپل ځان) ملامت كوونكى و

:143

نو كه دا خبره نه وى چې بېشكه هغه له تسبیح ویونكو څخه و

:144

(نو) خامخا دا به د هغه (كب) په خېټه كې تر هغې ورځې پورې پاتې و چې دوى به بیا ژوندي راپاڅولى شي

:145

نو مونږ هغه په ډاګه میدان كې وغورځاوه، په دې حال كې چې ناروغ و

:146

او مونږ په ده باندې یو ځېلۍ داره ونه را زرغونه كړه

:147

او مونږ دى لېږلى و سل زرو خلقو ته بلكې دوى زیات وو

:148

نو دوى ایمان راوړ، نو مونږ دوى ته تر یو وخته پورې نفع وركړه

:149

نو ته له دوى نه پوښتنه وكړه، ایا ستا د رب لپاره لوڼه دي او د دوى لپاره زامن دي؟

:150

یا كه مونږ ملايك ښځې پیدا كړي دي، په داسې حال كې چې دوى حاضر وو

:151

خبردار! بېشكه دوى له خپلو بدترو دروغو څخه خامخا (داسې) وايي

:152

الله اولاد زېږولى دى. او بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي

:153

ایا هغه (الله د ځان لپاره) لوڼه غوره كړي دي په زامنو باندې

:154

په تاسو څه شوي دي، څرنګه تاسو (دا) فیصله (او حكم) كوئ؟

:155

ایا تاسو نصیحت نه اخلئ

:156

ایا تاسو لپاره څه واضحه دلیل شته؟

:157

نو تاسو خپل كتاب راوړئ، كه چېرې تاسو رښتیني یئ

:158

او دوى د هغه (الله) په مینځ كې او د پېریانو په مینځ كې نسب ( د خپلوۍ نسبت) مقرر كړ، او يقینًا یقینًا پېریان په دې پوه شوي دي چې بېشكه دوى به خامخا حاضر كړى شي

:159

الله لپاره پاكي ده له هغو (خبرو) نه چې دوى يې وايي

:160

لېكن د الله خالص (غوره) كړى شوي بنده ګان (له دغو خبرو نه بچ دي)

:161

پس بېشكه تاسو او هغه چې تاسو يې عبادت كوئ

:162

نه یئ تاسو په دې (بت پرستۍ) سره ګمراه كوونكي (په فتنه كې اچوونكي د هیچا)

:163

غیر له هغه چا نه چې هغه په دوزخ كې ننوتونكى دى

:164

او په مونږ كې هیڅوك نشته مګر د هغه لپاره معلوم ځاى دى

:165

او بېشكه خامخا مونږ صف تړونكي یو

:166

او بېشكه مونږ خامخا تسبیح ویونكي یو

:167

او بېشكه چې خامخا دوى به ویل

:168

كه چېرې مونږ سره د پخوانیو خلقو (له كتابونو) نه كوم ذكر (كتاب) وى

:169

(نو) خامخا مونږ به د الله خالص (او غوره) كړى شوي بنده ګان وو

:170

نو دوى په دغه (قرآن) سره كافر شول، نو ژر ده چې دوى به پوه شي

:171

او یقینًا یقینًا زمونږ خبره زمونږ د لېږل شویو (رسولانو) بنده ګانو لپاره صادر شوې ده

:172

چې بېشكه دوى، خامخا هم دوى مدد كړى شوي دي

:173

او بېشكه زمونږ لښكر، خامخا هم دوى غالب راتلونكي دي

:174

نو ته له دوى نه مخ وګرځوه، تر یو وخته پورې

:175

او دوى ته ګوره، نو ژر ده چې دوى به (خپل انجام) وویني

:176

ایا نو دوى زمونږ د عذاب تلوار كوي

:177

نو كله چې هغه د دوى په مېدان كې نازل شي، نو د وېرول شویو سبا به بد وي

:178

او ته له دوى نه مخ وګرځوه تر یو وخته پورې

:179

او ته ګوره، نو ژر ده چې دوى به وویني

:180

ستا رب لره پاكي ده چې د عزت (او غلبې) مالك دى، له هغو خبرو نه چې دوى (مشركان) يې بیانوي

:181

او سلام دې وي په رسولانو باندې

:182

او ټول د كمال صفتونه خاص الله لره دي چې د عالمونو ښه پالونكى دى