All Islam Directory
1

طا، سين، ميم

2

دا د واضح كتاب ایتونه دي

3

ښايي چې ته د خپل ځان هلاكوونكى يې، په دې وجه چې دوى مومنان كېږي نه

4

كه مونږ وغواړو (نو) په دوى به له اسمان نه یو دلیل نازل كړو، بیا به د دوى څټونه دغه (دلیل) ته غاړه ایښودونكي شي

5

او دوى ته د رحمن له جانبه څه نوى ذكر (نصیحت) نه راځي مګر دوى له هغه نه مخ ګرځوونكي دي

6

نو تحقیق دوى تكذیب وكړ، پس دوى ته به ژر د هغه څه خبر (انجام) راشي چې دوى به په هغه پورې استهزا كولې

7

ایا دوى ځمكې ته نه ګوري، څومره ډېر مونږ په دې كې له هر قسمه عمده جوړو نه زرغون كړي دي

8

بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده او د دوى زیاتره ایمان راوړونكي نه دي

9

او بېشكه ستا رب خامخا هم هغه ښه غالب، بې حده رحم كوونكى دى

10

او (یاد كړه) هغه وخت چې ستا رب موسٰى ته اواز وكړ داسې چې ته هغه قوم ته ورشه چې ظالمان دي

11

چې د فرعون قوم دى، ایا دوى نه وېرېږي (له الله نه)!

12

(موسٰى) وویل: اى زما ربه! بېشكه زه له دې نه وېرېږم چې دوى به زما تكذیب وكړي

13

او (بل) زما سینه تنګېږي او (بل) زما ژبه نه چلېږي، نو ته هارون ته پېغام ولېږه

14

او (بل دا چې) د هغوى لپاره زما په خلاف (دعوىٰ د) ګناه ده، نو زه له دې نه وېرېږم چې دوى به ما قتل كړي

15

(الله) وفرمایل: داسې نشي كېدى، نو تاسو دواړه زما له ښكاره معجزو سره لاړ شئ، بېشكه مونږ له تاسو سره یو، اورېدونكي یو

16

نو تاسو دواړه فرعون ته ورشئ، نو (ورته) ووایئ: بېشكه مونږ د رب العلمین استازي یو

17

په دې خبره چې ته زمونږ سره بني اسرائیل خوشې كړه

18

(فرعون) وویل: ایا مونږه په خپل كاله كې ستا پالنه نه وه كړې، په داسې حال كې چې ته بچى وې او تا په مونږ كې د خپل عمر څو كاله تېر كړي وو

19

او تا خپل هغه كار كړى و چې تا كړى و، په دې حال كې چې ته له ناشكرو ځنې يې

20

(موسٰى) وویل: ما دغه كار په هغه وخت كې كړى و چې زه له ناپوهانو ځنې وم

21

نو كله چې زه له تاسو ووېرېدم (نو) له تاسو نه وتښتېدم، بیا ما ته زما رب حكم (او علم) راكړ او زه يې له رسولانو څخه وګرځولم

22

او دغه داسې احسان دى چې ته يې په ما زباتوې (هغه) دا دى چې تا بني اسرائیل غلامان ګرځولي وو

23

فرعون وویل: او رب العلمین څه شى دى؟

24

هغه وویل: رب دى د اسمانونو او ځمكې او د هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي، كه تاسو یقین كوونكي یئ

25

هغه (فرعون) خپلو ګېر چاپېره خلقو ته وویل: ایا تاسو نه اورئ؟

26

(موسٰى) وویل: (چې رب العلمین) ستاسو رب دى او ستاسو د مخكينو پلرونو رب دى

27

(فرعون) وویل: بېشكه ستاسو دغه رسول چې تاسو ته رالېږل شوى دى، یقینًا لېونى دى

28

(موسٰى) وویل: (هغه) د مشرق او مغرب رب دى او څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي، كه تاسو له عقل نه كار اخلئ

29

(فرعون موسٰى ته) وویل: قسم دى كه تا له ما نه غیر بل معبود ونیوه (نو) زه به خامخا هرومرو تا وګرځوم له قیدیانو ځنې

30

(موسٰى) وویل: ایا اګر كه زه تا ته یو څرګندوونكى شى (دلیل) راوړم

31

(فرعون) وویل: نو ته هغه راوړه كه ته له رښتینو څخه يې

32

نو هغه (موسٰى) خپله امسا وغورځوله، نو ناڅاپه هغه وه ښكاره ښامار

33

او خپل لاس يې راواېست، نو ناڅاپه هغه د كتونكو لپاره تك سپين و

34

فرعون خپلو چاپېره سردارانو ته وویل: بېشكه دا یقینًا ډېر پوه جادوګر دى

35

دا غواړي چې په خپل جادو سره تاسو له خپلې ځمكې نه وباسي، نو تاسو د څه مشوره راكوئ؟

36

هغوى وویل: ته دا او د ده ورور وروسته كړه او په ښارونو كې راټولوونكي ولېږه

37

چې تا ته هر ښه پوه، غټ جادوګر راولي

38

نو جادوګر د معلومې ورځې میعاد ته راجمع كړى شول

39

او خلقو ته وویل شول چې ایا تاسو راجمع كېدونكي یئ؟

40

كېدى شي چې مونږ د جادوګرو پیروي وكړو كه هم دوى غالب راتلونكي شي

41

نو كله چې جادوګر راغلل، (نو) فرعون ته يې وویل: ایا یقینًا به زمونږ لپاره واقعي اجر وي كه همدا مونږ غالبه شو؟

42

ويې ويل:هو، او بېشكه تاسو به په دغه وخت كې خامخا له مقربانو څخه یئ!

43

دوى ته موسٰى وویل: تاسو هغه څه وغورځوئ چې تاسو يې غورځوونكي یئ

44

نو هغوى خپلې رسۍ او امساګانې وغورځولې او ويې ويل:د فرعون په عزت سره، بېشكه مونږ، خامخا همدا مونږ غالب یو

45

نو موسٰى خپله امسا وغورځوله، نو ناڅاپه هغې هغه څه ښوى تېرول چې دوى په دروغه جوړ كړي وو

46

نو جادوګر وغورځول شول (پړمخې)، چې سجده كوونكي وو

47

ويې ويل:مونږ په رب العلمین ایمان راوړ

48

چې د موسٰى او هارون رب دى

49

(فرعون) وویل: تاسو په ده ایمان راوړ مخكې له دې نه چې زه تاسو ته اجازت دركړم، بېشكه دا یقینًا ستاسو هغه مشر دى چې تاسو ته يې جادو ښودلى دى، نو یقینًا تاسو به ژر پوه شئ، خامخا هرومرو به زه ستاسو لاسونه او ستاسو پښې، ادل بدل پرې كړم، او زه به خامخا هرومرو تاسو ټول په دار كړم

50

هغوى وویل: هېڅ ضرر نشته، بېشكه مونږ خپل رب ته بېرته ورتلونكي یو

51

بېشكه مونږ دا طمع لرو چې زمونږ رب به مونږ ته زمونږ ګناهونه وبخښي، په دې چې مونږ (په دې حاضرینو كې) اول د ایمان راوړونكو یو

52

او مونږ موسٰى ته وحي وكړه داسې چې ته زما بنده ګان د شپې بوځه، بېشكه تاسو پسې به درتلل كېدى شي

53

نو فرعون په ښارونو كې راټولوونكي ولېږل

54

(او ويې ویل) بېشكه دغه (بني اسرائیل) ډېره لږه وړه ډله ده

55

او بېشكه دوى مونږ لره یقینًا غصه كوونكي دي

56

او بېشكه مونږ خامخا بيداره ډله یو

57

نو مونږه دوى (فرعونیان) له باغونو او چینو نه راوښكل

58

او له خزانو او ښو ځایونو نه

59

همداسې (مونږ وكړل) او مونږ د دغو (څیزونو) وارثان بني اسرائیل وګرځول

60

نو (فرعونیان) د دوى پسې شول، چې د لمر ختو په وخت كې داخلېدونكي وو

61

نو كله چې دواړو ډلو یو بل سره ولیدل، د موسٰى ملګرو وویل: بېشكه مونږ خامخا نیول كېدونكي یو

62

(موسٰى) وویل: هیڅكله داسې نشي كېدى، بېشكه زما سره زما رب دى، هغه به ضرور زما لار ښوونه كوي

63

نو مونږ موسٰى ته وحي وكړه چې ته په خپلې امسا سره سمندر ووهه، نو هغه څیرې شو، نو هره برخه د ډېر اوچت غر په شان شوله

64

او دغه ځاى ته مونږ هغه نور ښه رانژدې كړل

65

اومونږ موسٰى او هغو كسانو ته چې له هغه سره وو ؛ ټولو ته نجات وركړ

66

بیا مونږ هغه نور غرق (ډوب) كړل

67

بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده، او د دوى زیاتره ایمان راوړونكي نه وو

68

او بېشكه رب ستا خامخا هم هغه ښه غالب، بې حده رحم كوونكى دى

69

او ته دوى ته د ابراهیم خبر (قصه) ولوله

70

كله چې هغه خپل پلار او خپل قوم ته وویل: تاسو د څه څیز عبادت كوئ

71

هغوى وویل: مونږ د بتانو عبادت كوو، پس همېشه به دوى ته په عبادت قايم اوسو

72

هغه وویل: ایا دوى ستاسو اوري كله چې تاسو (دوى) بلئ؟

73

یا تاسو ته نفع دررسوي، یا ضرر دررسوي؟

74

هغوى وویل: بلكې مونږ خپل پلرونه موندلي دي چې همداسې به يې كول

75

هغه وویل: ایا تاسو كتلي دي (او پوه شوي يئ په) هغه چې تاسو يې عبادت كوئ

76

تاسو او ستاسو پخوا تېر شوي پلرونه

77

پس بېشكه دوى (ستاسو معبودان) زما دښمنان دي غیر له رب العلمین نه

78

هغه چې زه يې پیدا كړى یم، نو هغه زما لار ښوونه كوي

79

او هغه چې همغه په ما خوراك كوي او په ما څښاك كوي

80

او كله چې زه ناروغه شم، نو هغه ما ته شفا راكوي

81

او هغه چې ما ته به مرګ راكوي، بیا به ما ژوندى كوي

82

او هغه چې زه طمع لرم دا چې د قیامت په ورځ به هغه ما ته زما ګناه وبخښي

83

اى زما ربه! ما ته حكم (علم وحكمت) راكړه او ما له نېكانو سره پیوست كړه

84

او زما لپاره په وروستنو خلقو كې د صدق ژبه (نېكنامي) وګرځوه

85

او ما د نعمتونو د جنت له وارثانو ځنې وګرځوه

86

او زما پلار ته بخښنه وكړه، یقینًا هغه له ګمراهانو ځنې و

87

او ته ما مه شرموه په هغې ورځ كې چې خلق به بیا ژوندي كولى شي

88

په هغې ورځ چې نه به مال نفع رسوي او نه زامن

89

مګر هغه چا ته چې الله ته په ډېر سلامت زړه راغى

90

او جنت به(په هغې ورځ كې) پرهېزګارانو ته ورنژدې كړى شي

91

او جهنم به ګمراهانو ته ښه ښكاره كړى شي

92

او دوى ته به وویل شي: چېرته دي هغه (معبودان) چې تاسو به يې عبادت كاوه

93

له الله نه غیر، ایا دوى ستاسو مدد كوي، یا دوى بدله اخيستى شي؟

94

نو دا (بتان) به په دغه (جهنم) كې نسكور وغورځول شي دوى او ګمراهان هم

95

او د ابلیس لښكرې، دوى ټول

96

دوى به ووايي، په داسې حال كې چې دوى به سره جګړې كوي:

97

قسم په الله، یقینًا مونږه خامخا په ښكاره ګمراهۍ كې وو

98

كله چې مونږ تاسو له رب العلمین سره برابرولئ

99

او مونږ نه وو ګمراه كړي مګر مجرمانو (بدو مشرانو)

100

نو زمونږ لپاره هیڅوك شفاعت كوونكي نشته

101

او نه كوم مخلص دوست

102

نو ارمان كه په رښتیا زمونږ لپاره یو ځل دنیا ته واپسي وى، نو چې شوي وى مونږ له مومنانو نه

103

بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده او د دوى زیاتره مومنان نه وو

104

او بېشكه ستا رب، خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى

105

د نوح قوم د رسولانو تكذیب وكړ

106

كله چې دوى ته د دوى ورور نوح وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ!

107

بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم

108

نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ

109

او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر (عوض) نه غواړم، نه دى اجر زما مګر په رب العلمین باندې

110

نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ

111

هغوى وویل: ایا مونږ په تا ایمان راوړو!، حال دا چې ستا پیروي تر ټولو رذیلو خوارو خلقو كړې ده

112

(نوح) وویل: او ما ته څه علم دى په هغه څه چې دوى يې كوي

113

نه دى د دوى حساب مګر زما په رب باندې، كه تاسو پوهېږئ

114

او زه له سره دې مومنانو لره شړونكى نه یم

115

زه نه یم مګر ښكاره وېروونكى

116

دوى وویل: اى نوحه! قسم دى كه ته وانه وښتې (نو) خامخا هرومرو به ته له سنګسار كړى شويو ځنې شې

117

هغه وویل: اى زما ربه! بېشكه زما قوم زما تكذیب وكړ

118

نو ته زما په مینځ كې او د دوى په مینځ كې فیصله وكړه واضحه فیصله او ته ما ته نجات راكړه او هغه چا ته چې له ما سره كوم مومنان دي

119

نو مونږ نجات وركړ هغه ته او هغه چا ته چې له ده سره په ډكه كشتۍ كې وو

120

بیا مونږ له دې نه پس باقي خلق غرق (ډوب) كړل

121

بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده او د دوى زیاتره مومنان نه وو

122

او بېشكه ستا رب خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى

123

عادیانو د رسولانو تكذیب وكړ

124

كله چې دوى ته د دوى ورور هود وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ!

125

بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم

126

نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ

127

او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر (عوض) نه غواړم، زمااجر نه دى مګر په رب العلمین باندې

128

ایا تاسو په هر اوچت ځاى یوه نښه (لوړه ودانۍ) جوړوئ، په داسې حال كې چې عبثیات كوئ!

129

او تاسو پاخه عمارتونه جوړوئ، ښايي چې تاسو به (په دنیا كې) تل اوسېږئ

130

او كله چې تاسو نیول كوئ (،نو) نیول كوئ، په داسې حال كې چې ظلم كوونكي يئ

131

نو تاسو له الله نه ووېږئ او زما اطاعت وكړئ

132

او تاسو له هغه ذات نه ووېرېږئ چې ستاسو مدد يې كړى دى په هغه څه سره چې تاسو پرې پوه یئ

133

هغه ستاسو مدد كړى دى په څارویو او زامنو سره

134

او باغونو او چینو سره

135

بېشكه زه پر تاسو باندې د ډېرې لويې ورځې د عذاب وېره كوم

136

هغوى وویل: مونږ ته یو شان ده، ایا كه ته نصیحت (وعظ) كوې، یا ته نه كېږې له وعظ كوونكو نه

137

نه دى دا ستا (وعظ كول) مګر عادت د پخوانیو خلقو

138

او مونږ له سره په عذاب كې مبتلا كېدونكي نه يو

139

نو دوى د هغه تكذیب وكړ، نو مونږه دوى هلاك كړل، بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده او د دوى اكثره مومنان نه وو

140

او بېشكه ستا رب خامخا همغه ښه غالب، بې حده رحم كوونكى دى

141

ثمودیانو د رسولانو تكذیب وكړ

142

كله چې دوى ته د دوى ورور صالح وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ!

143

بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم

144

نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ

145

او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر نه غواړم، زما اجر نه دى مګر په رب العلمین باندې

146

ایا تاسو به په پرېښودل شئ په هغو څیزونو كې چې دلته دي، په امن (او بې غمۍ) سره

147

په باغونو او چینو كې

148

او په فصلونو او داسې كجورو كې چې د هغو وږي (شګوفې) ډېر نرمې پستې وي

149

او تاسو په غرونو كې كورونه توږئ (كنئ)، په داسې حال كې چې ښه ماهران یئ

150

نو تاسو له الله نه ووېرېږئ، او زما اطاعت وكړئ

151

او تاسو د اسراف كوونكو (له حد نه تېرېدونكو كافرانو) حكم مه منئ

152

هغه چې په ځمكه كې فساد كوي او اصلاح نه كوي

153

هغوى وویل: بېشكه همدا خبره ده چې ته له جادو كړى شویو كسانو ځنې يې

154

ته نه يې مګر زمونږ په مثل بشر، نو ته كومه معجزه راوړه! كه ته له رښتینو ځنې يې

155

او هغه وویل: دا اوښه ده، د دې لپاره د اوبو وار دى او تاسو لپاره د مقررې ورځې د اوبو وار دى

156

او تاسو دې ته هېڅ تكلیف مه رسوئ، (ګنې) نو تاسو به د ډېرې لويې ورځې عذاب ونیسي

157

نو دوى د هغې پړكي پرې كړل، بیا دوى پښېمانه شول

158

نو دوى عذاب ونیول، بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده او د دوى اكثره مومنان نه وو

159

او بېشكه ستا رب خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى

160

د لوط قوم د رسولانو تكذیب وكړ

161

كله چې دوى ته د دوى ورور لوط وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ!

162

بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم

163

نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ

164

او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر (عوض) نه غواړم، زما اجر نه دى مګر په رب العلمین باندې

165

ایا په مخلوقاتو كې تاسو له سړیو سره بدكاري كوئ

166

او تاسو پرېږدئ هغه څه چې تاسو لپاره ستاسو رب پیدا كړي دي، یعنې ستاسو ښځې، بلكې تاسو له حده تېرېدونكي خلق یئ

167

دوى وویل: قسم دى كه ته منع نه شوې اى لوطه! (نو) خامخا هرومرو به ته له اېستل شویو ځنې شې

168

هغه وویل: بېشكه زه ستاسو له عمل سره له سخت بغض لرونكو ځنې یم

169

اى زما ربه! ته ما ته او زما اهل ته نجات راكړې له هغو كارونو نه چې دوى يې كوي

170

نو مونږ هغه ته او د هغه اهل ټولو ته نجات وركړ

171

غیر له یوې بوډۍ نه چې په باقي پاتې كېدونكو كې وه

172

بیا مونږ هغه نور هلاك كړل

173

او په دوى باندې مونږ باران ووراوه، عجیب (د كاڼو) باران، نو بد باران و د وېرول شویو (خلقو)

174

بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده، او د دوى زیاتره مومنان نه وو

175

او بېشكه ستا رب خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى

176

د ونو ځنګل والاو د رسولانو تكذیب وكړ

177

كله چې دوى ته شعیب وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ!

178

بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم

179

نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ

180

او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر نه غواړم، زما اجر نه دى مګر په رب العلمین باندې

181

تاسو پېمانه پوره وركوئ او تاسو له كم وركونكو څخه مه كېږئ

182

او تاسو په برابرې تلې سره تول كوئ

183

او تاسو خلقو ته د هغوى څیزونه مه كموئ، او مه ګرځئ په وراني سره په ځمكه كې، په دې حال چې فساد كوونكي یئ

184

او تاسو له هغه ذات نه ووېرېږئ چې تاسو او ړومبني خلق يې پیدا كړي دي

185

هغوى وویل: بېشكه همدا خبره ده چې ته له جادو كړى شویو ځنې يې

186

او ته نه يې مګر زمونږ په شان بشر، او یقینًا مونږ خامخا تا له دروغ ویونكو څخه ګڼو

187

نو ته پر مونږ باندې له اسمانه ټوټې راوغورځوه، كه ته له رښتینو ځنې يې

188

هغه وویل: زما رب ښه عالم دى په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ

189

نو دوى د هغه تكذیب وكړ، پس دوى د سیوري د ورځې عذاب ونیول، بېشكه دغه (عذاب) د ډېرې لويې ورځې عذاب و

190

بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده، او د دوى زیاتره مومنان نه وو

191

او بېشكه ستا رب خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى

192

او بېشكه دا (قرآن) د رب العلمین (له جانبه) نازل كړى شوى دى

193

دا جبریل امین راكوز كړى دى

194

ستا په زړه باندې، د دې لپاره چې ته له وېروونكو څخه شې

195

په ښكاره عربي ژبه كې

196

او بېشكه دا (قرآن، یعنې د ده ذكر) د ړومبنیو خلقو په كتابونو كې دى

197

ایا دغه (كفارو) ته (د قرآن د حقانیت) دا لویه نښه نه ده چې د بني اسرائیلو عالمان په ده پوهېږي؟

198

او كه مونږ دا (قرآن) په عجمیانو كې په چا نازل كړى وى

199

بيا هغه دا (قرآن) دوى ته لوستلى وى، دوى په ده باندې ایمان راوړونكي نه وو

200

همداسې مونږ دا (د قرآن تكذیب) د مجرمانو په زړونو كې ننه ایستلى دى

201

دوى په ده ایمان نه راوړي تر هغه پورې چې دوى ډېر دردوونكى عذاب وویني

202

نو هغه (عذاب) به په دوى ناڅاپه راشي، په داسې حال كې چې دوى نه پوهېږي

203

بیا به دوى وايي: ایا مونږ ته به مهلت راكولى شي؟

204

ایا نو دوى زمونږ همدا عذاب ژر غواړي

205

نو ته ما ته خبر راكړه كه مونږ دوى ته څو كاله نفع وركړو

206

بیا په دوى هغه (عذاب) راشي چې دوى سره به يې وعده كولى شوه

207

(نو) د دوى به هېڅ په كار رانشي هغه څه چې دوى ته به (په هغو سره) نفع وركولى شوه

208

او مونږ هېڅ یو كلى نه دى هلاك كړى مګر د هغه لپاره وېروونكي وو

209

د نصیحت كولو لپاره، اومونږ ظالمان نه وو

210

او دا (قرآن) شیطانانو نه دى راكوز كړى

211

او نه دا (كار) د هغوى لپاره صحیح دى او نه دوى (د دې كار) طاقت لري

212

بېشكه دوى (شیطانان) له اورېدلو نه خامخا منع كړى شوي (لرې كړى شوي) دي

213

نو ته له الله سره بل هېڅ معبود مه بله، (ګنې) نو شې به ته له عذاب وركړى شویو نه

214

او ته خپل ډېر نژدې خپلوان ووېروه

215

او ته خپل وزر ښكته كړه د هغه چا لپاره چې ستا پیروي يې كړې ده، چې مومنان دي

216

نو كه دغو (خپلوانو) ستا نافرماني وكړه، نو ته (ورته) ووایه: بېشكه زه د هغو كارونو نه بېزاره یم چې تاسو يې كوئ

217

او ته توكل وكړه په ډېر غالب، بې حده رحم كوونكي ذات باندې

218

هغه چې تا ویني كله چې ته پاڅېږې (لمانځه ته)

219

او په سجده كوونكو كې ستا اوښتل (ویني)

220

بېشكه هغه، هم هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى

221

ایا زه تاسو ته خبر دركړم چې په چا باندې شیطانان راكوزېږي؟

222

دوى په هر ډېر دروغجن، سخت مجرم باندې راكوزېږي

223

دوى غوږ ږدي (د ملايكو خبرو ته) او د دوى زیاتره دروغجنان دي

224

او شاعران (چې دي) د دوى پیروي ګمراه خلق كوي

225

ایا ته نه وینې چې بېشكه دوى په هره وادۍ (ناو) كې سرګردانه ګرځي

226

او بېشكه دوى وايي هغه څه چې دوى يې (پخپله) نه كوي

227

غیر له هغو كسانو نه چې ایمان راوړي او نېك عملونه كوي او الله ډېر زیات یادوي او بدله اخلي كله چې پر دوى ظلم وكړى شي، او هغه كسان چې ظلم يې كړى دى ژر به پوه شي چې د بېرته ورتلو كوم ځاى ته به دوى بېرته ورځي